جسټن تورېډو چې بشپړ نوم یې Justin Pierre James Trudeau دی، له ۲۰۱۳ز کال راهیسې د کاناډا د لېبرال ګوند مشر او له ۲۰۱۵ز کال راهیسې د کاناډا لومړی وزیر دی. د جسټن پلارPierre Elliott Trudeau هم څلور ځله د کاناډا لومړی وزیر پاتې شوی و.
جسټن د ۱۹۷۱ز کال د دسمبر په ۲۵مه نېټه د کاناډا په اوتاوا ایالات او اونتریو ښار کې زېږېدلی او اوس مهال ۴۹ کاله عمر لري.
جسټن لا د شپږو کالو و چې مور یې د کورنیو ستونزو له امله له پلاره جلا شوله او دی سره د دوو کشرانو ورونو یوازې خپل پلار را لوی کړل. تورېډو له مکګیل پوهنتونه په انګلیسي ژبه کې لسانس کړی او په (۱۹۹۴) کال کې ترې فارغ شوی دی. وروسته یې بیا په واوره د ښوېدنې (سنور بورډ) د روزونکي په توګه کار کاوه او په ۱۹۹۸ز کال کې یې د برټش کولمبیا پوهنتون نه په ښوونه او روزنه کې سند واخیست. له هغي وروسته یي بیا ښوونځیو کې د ریاضي او فرانسوي ژبو درس ورکاوه.
په ۲۰۰۰ کال کې لا تورېډو د ۲۸ کالو و چې پلار یې مړ شو او ده د پلار په جنازه یوه وینا وکړله چې له امله یې ورته د خلکو پام واوښت.
بیا چې په ۲۰۰۲ کال کې کیوبک ته ستون شو، هلته یې بیا په مونټریال پوهنتون کې د انجینرۍ زدهکړې پيل کړې، خو بېرته یې په نیمايي کې پرېښودلې. د دې ترڅنګ یې په چاپېریالي جغرافیا کې هم هم ماسټري پیل کړله، خو سر ته یې ونه رسوله.
په عین وخت کې یې مونټریال راډیو کې کار کاوه او په هغه وخت کې یې اتن د ۲۰۰۴ کال سیالیو ته پوښښ ورکړ. وروسته یې په ۲۰۰۷ کال کې په (دي ګرېټ وار) ټلویزیوني فلم کې کار کړ او همدارنګه د کاناډ د پآرکونو او ځنګلونو د ټولنې رضاکار ویاند هم و.
تورېډو له ۲۰۰۲ تر ۲۰۰۶ د ځوانانو لپاره د کاناډا د پروګرام (کاتیماویک) د مدیره هئیت غړی او همدارنګه د ځوانان د رضاکارۍ ملي سازمان غړی هم و چې پلار یې ۱۹۷۷ز کال کې بنسټ ایښی و.
تورېډو چې د خپل پلار په جنازه کې وینا وکړه، څه وخت وروسته د کاناډا د هغه وخت لومړی وزیر ژان کریتین احوال ورکړ چې په لېبرال ګوند کې ورته ځای شته.
دې ګوند ته له ورتګ وروسته په ۲۰۰۸ کال کې پارلمانی ټاکنو ته ودرېده او ټاکنې یې وګټلې. په ۲۰۱۱ کال کې چې ان لبېرل ګوند د کاناډا عمومي تاکنې وبایللې، هم تورېډو په پارلمان کې خپله څوکۍ وساتله.
تورېډو د خپل ګوند لپاره د کلتوري تنوع، تابعیت، کډوالۍ، ورزشي او نورو برخو کې ویاندويي کوله او د خپل ګوند ټولو غړو ورته په ښه سترګه کتل.
په ۲۰۱۳ز کال کې چې د خپل ګوند مشرۍ ته کاندید شو، له یوه پراخه کمپاین وروسته یې د ګوند مشري وګټله او نږدې ۸۰سلنه رایې یې یوړې او په ۲۰۱۵ز کال کې یې د کانډا ولسمشریزې ټاکنې وګټلې.
تورېډو چې کابینه جوړوله د جندر د مساوات په نظر کې نیولو سره یې په ۳۰ وزیرانو کې ۱۵ مېرمنې وټاکلې چې په نړۍ کې یې نوم وویست.
د جسټن تورېډو ګوند څو ورځې مخکې د ناکاډا د ۲۰۲۱ کال ولسمشریزې ټاکنې وګټلې او یو دی یو ځل بیا د کاناډا د لومړي وزیر په توګه وټاکل شو.
شخصي ژوند
د جسټن مېرمن سوفی ګریګویر ده سره له ماشومتوبه را لویه شوې وه او په ښوونځي کې د ده د ورور ټولګیواله وه. په ۲۰۰۳ کې سره په یوه ګډه ټلویزیوني خپرونه کې په اړیکه کې شول، د ۲۰۰۴ کال په اکتوبر کې یې کوژدنه وکړله او د ۲۰۰۵ کال د می په ۲۸مه یې واده وکړ.
دوی درې بچي لري: ۱) یو زوی زاویر چې په ۲۰۰۷ کې زېږدلې، یوه یې لور ایلا ګریس چې په ۲۰۰۹ کال کې زېږېدلې او بل زوی هادرین چې په ۲۰۱۴ کال کې زېږېدلی دی.