د انسان په ذات کې خوښي او خفګان دواړه شتون لري.
انسان تل یو ډول نه وي، کله به خفه او کله به خوشاله وي، یعنې د انسان په ژوند کې خوشالي او خفګان دواړه رامنځته کیږي.
اما بیا دغه دواړه په خپلو شرایطو او د انسان په وجود پورې اړه لري، چې څه وخت انسان ډېر خوشاله وي، او خفګان کله ورباندې راځي.
لکه څرانګه چې مو وویل، خوښي او خفګان د ژوند یوه برخه ده، نو د انسان لپاره پکار ده، چې د دواړوه سره یو شان چال چلند وکړي.
یعنې د زیات خفګان څخه ځان وساتي پرمهال یې داسې کړنې ترسره نه کړي، چې انسانیت او اسلامیت ته پکې ضرر ورسیږي.
انسان سره د خفګان پر مهال د ده تر ټولو ستر دښمن شیطان ملګری وي، بېلابېل تشویشونه ور اچوي، هڅوي تر څو داسې کار ورڅخه وکړي، چې د نوموړي د دایمي خفګان سبب وګرځي.
دویم خوشالي؛ خوشالي هم د انسان د ذات یو برخه ده.
په مونږ او تاسو کې یو عامه خبره ده، چې په خفګان یا غم پسې خوښي حتماً راځي، نو دغه یو حقیقت دی، چې په غم پسې خوښي حتماً راځي، ځکه لکه څه ډول چې خفګان د انساني ژوند یوه برخه ده، همداسې خوشالي هم؛ نو کله چې د خفګان په څېر پر انسان د خوشالۍ شېبې یا وختونه راشي نو باید ورسره پوره د غم په څېر د اختیاط څخه کار واخلي.
ځکه دلته هم یا په عموم کې کله چې انسان دې نیمګړې دنیا ته راغلی ده ستر دښمن یعنې شیطان تر څار لاندې دي، کله چې انسان په یوازېتوب یا د ده په طبعیت برابر چاپیریال کې وویني نو ښکار کوي یې نو انسان ته پکار ده، چې د خوشالۍ پر مهال هم د خدای ج خوښي په نظر کې ونیسئ، د خپلې خوشالۍ پر مهال له داسې کارونو ډډه وکړي، چې د لوي ذات الله ج د خفګان سبب ګرځي.
خوښي او خفګان چې دواړه د الله ج له لوري د انسان امتحان یا ازمایښت لپاره د انسان د ژوند یوه برخه ګرځیدلي پوره له اختیاط څخه کار واخلو مناسب ورسره مخکې لاړ شو، له هغو تکتیکونو کار واخلو کوم چې اړین دي، نو بیا به مو د کامیابۍ ژوند پر لور یو ارزښتمن ګام اخیستی وي.
نو انسان ته پکار ده، چې په دې دواړو حالتونو کې د الله د رضا لپاره ژوند وکړي، نه د ځان لپاره بیا به مونږ هېڅ کله په خپل ژوند کې ناکام نشو.
او د څو شیبو خفګان او خوشالي به مو په دایمي خوښۍ بدله شي.