دانسان عمر هغومره نه دی لکه څومره چې موږ فکر کوو،انسان که چیرته په اوسط ډول اتیا کاله عمر ولري، نو یوازې پنځه کاله به دژوند دپرمختګ او خلکو ته دخدمت لپاره ولري،چې دا پاتې یې په خوب او داسې نورو کارونو تیریږي چې موږ یې ورځیني ژوند کې کوو.
نو آیا موږ چې دومره کم عمرلرو نو باید څه وکړو؟
او خدای ﷻ د څه لپاره رالیږلې یو؟
دا خپل کم عمر په څه شي مصرف کړو؟
دا دومره پراخه نړۍ، کې ژوند او نعمتونه یې ولې په واک کې راکړې دي؟
خدایﷻانسان په داسې شکل پیدا کړی چې دځمکې پرمخ ترې بل ښایسته موجود نشته،اویا که عموم کې واویو چې اشرف المخلوقات یې پیدا کړی دی.او بیایې ځمکه پیدا کړه چې دنورو موجوداتو په شتون کې یې انسان د ځمکې پرمخ خپل حلیفه مقرر کړ،ددې لپاره چې هغه شاړه ځمکه ودانه او دځان لپاره دګټې وړ وګرځوي،
خو داچې خدایﷻ انسان دځمکې په مخ حلیفه مقرر کړونو وجه یې داوه چې خدای ﷻ انسان ته دماع،عقل،اوفکر،ورکړی دی ترڅو پرې ښه اوبد،ګټه او تاوان،تور او سپین وپيژني/توپیر یې وکړای شي.
دهمدې ځانګړنوپه لرلو سره انسان هغه شاړه،جګه اوټیټه ځمکه ودانه سمسوره اودځان لپاره دسالمې استفادې وړ وګرځوله.
خو داچې انسان دا کار د زهن له مخې ترسره کړو،نوڅرنکه یې وکولی شول چې په داکوچنیودماعو دومره غټ کارونه ترسره کړي؟
انسان دا کارونه دمطالعې اوله وخت څخه دسالمې استفادې په ترسره کولو سره وکولی شول.
په موږ کې یو متل دی چې (وخت سره زر دی)خو زه وایم چې که چیرته کوشش وشي سره زر بیرته لاس ته راوړی شو،خو که چیرته مو وخت یووار له لاسه ورکړو نوبیا هیڅکله په لاس نه راځي،لازمه ده چې موږ د خپل وخت څخه داسې استفاده وکړو چې دژوند په هر ډګر کې موبریالي کړي.ترهر څه مطالعه غوره وګڼو،تل مثبت فکره، اومتجسس واوسو اوتل هڅه وکړو چې نوې څه زده او لاس ته راوړو، او ټولنې ته مستقیم خدمت ترسره کړو.
ژوند کې باید منظم پلان ولروخو پلان باید په دوه ډوله وي یو لڼډمهالی چې یوه ورځ،یوه اونۍ،اویا یوه میاشت وخت ولري.اوبل اوږدمهالی وي چې څومیاشتي اویا څو کاله وخت ولري.
او همدارنګه ورځينی مهالویش بایدولرو،
په کارونو کې دخپلو تجربو او دنورو له مشورو ګټه واخلو.
دنن کارته کار واویواو سبا ته یې پرینږدو.
خپل کارونه بار بار وارأزوو.
د ژوند هدف مو باید معلوم او رسیدل مو ورته شوني کړي وي.
هدف مو لوړ خو پیل یې له کوچنیو کارونو وي.
له وخت څخه باید داسې استفاده وکړو چې په راتلوونکي کې یې په تیریدو ارمان ونه کړو
.عبث کارونه چې په هره برخه کې وي باید چې جدې ترې پرهیز وکړو،چې دامو وخت بیځایه را مصرفوي.
ورځیني کارونه په منظم ډول مخته یوسو او دورځې په پای کې له ځان سره دا خساب وکړو چې نن مو څه وکړل یعنې دځان ارزوونه ترسره کړو.