د نېکمرغه ژوند هیله او آرمان د هر انسان په زړه، مغز او ذهن کې څپې وهي، هر انسان دا هیله لري چې تل نېکمرغه ژوند وکړي ، هر انسان د خپل ژوند لارې د اتلولۍ غوښتوونکی دئ ، نېکمرغه کورنۍ اړیکې د نیکمرغه ژوند لپاره لاره ده.
په خپل ځان باور او د نفس اعتماد لوړوالی د نېکمرغه ژوند کلۍ ګڼلی شو، انسان ته په کار ده چې په ژوند کې له هېڅ شي هم ډار ونلري ځکه: که انسان په ژوند کې د یو څه څخه ډار پیدا کړي نو همدا لامل کیږي چی هغه د خپلي خوښې ژوند او کار کولو څخه ډډه وکړي ،خپله لار په خپله بنده او د نېکمرغۍ په لار ځانته ستونزې پیدا کړي . انسان په دې فکر کیږي آیا زه دا کار وکولای شم؟ زه د دې کار وړتیا لرم ؟ او داسې نور سوچونه او فکرونه ورته پيدا كيږي .
كه چېرې انسان په خپلو کړنو باندې پوره باور او ټینګه اراده ولري ، هغه مسؤلیتونه چې په خپله کورنۍ، ټولنه، هېواد، او د ورځني ژوند په نورو برخو کې یې لري، خپل کارونه په ډېره مینه ترسره، له خپلو کړنو خوښ او د خپلو چارو د پرمختګ لپاره پوره لوالتیا پیدا کړي ، ستونزو او خنډونو ته د حل ، مبارزه او ادامه خپل کسب وګرځوي دا دې ژوند تر ټوله لویه نیکمرغي او د نېکمرغه ژوند ګڼلی شو.
د نېکمرغه انسان په ژوند سړه هوا، ګرما،ژمی،اوړی ، اورښت او شین اسمان کوم تغییر نشي راوړلی ، نېکمرغه انسانان تل د خپل ژوند او پرمختګ په اړه فکر کوي، خپلې موخې او د ښه ژوند کولو ته یی هیلي زیاتیږي.
نېکمرغه انسانان غواړي چې په ژوند کې لومړۍ د خپل ژوند اتل پاتي شي بیا د نورو لپاره نیکمرغي غواړي ، هغه چې هر څه لري قناعت پرې کوي او د ښه ژوند کولو لپاره هڅې کوي، دا ډول انسانان په خپل زړه، ذهن، کې رڼا راولي او دا رڼا یي ټول ژوند روښانه کوي د تل لپاره له تیارو لرې پاتې کیږي.
په ژوند کې نیکمرغي ډیره په زړه پورې او له خوند ډکه ده، ځکه هیلي نېکمرغۍ ته په رسیدلو په پار زیاتیږي.
هر هغه كار چې د انسان په زړه کې وي او دهغي سره مینه او ترسره کول یې ورته خوښۍ، آرامتیا،هوساینه، وربښي او د هغه څخه خوند اخلې نیکمرغي ده .
نیکمرغي هغه څه ندي چی تیار انسان ته راوړل شي او انسان د هغي څخه برخمن شي بلکه: نیکمرغي د انسان د کړنو، کارونو، موخو،او مطلب پوري اړه لري، نيكمرغي د يو څه لرل او د یو شي څخه بار بار خوند اخیستل نیکمرغي ده.
راځئ چې په دې باندې خبرې وکړو چی نیکمرغي څه شي ته ویل کیږي؟
نيكمرغي په ډېر مال او شتمنۍ کې نده؛ بلکې د الله ﷻ عبادت کول او د پیغمبر ﷺ سنت ادا کول په ژوند کې لویه نیکمرغي ده.
په کورني ژوند کې ښې اړیکې ټینګول له کورنۍ سره ( پلار، مور ، خور ، ورور، ..) لویه نیکمرغي ده، په ژوند کې ښه ، مهربانه ، کورنۍ درلودل او د هغوی سره د مینې، محبت، اړیکې ټینګول لویه نیکمرغي ده ، ښه سواد، پوهه، علم، ښه درک ، درلودل په ژوند کې او دا چې ژوند په هغه باندي روښانه او هوسا وي لویه نیکمرغي ده.
دا به منوؤ چې په ژوند کې نیکمرغي چانسي نده چی کله وي کله هم نه د يو چانس په څېر؛ بلکې انتخابي ده یعني هغه لاره چې انسان یې ځانته پخپله جوړوي او د هغې له امله د ژوند په اصلي موخه او معنا باندې پوهیږي دا چې صرف ژوند کول او تیرول نه دي بلکه ژوند جوړول دي او د هغې څخه خوند اخیستل دي دا هغه وخت تر لاسه کیږي چې هر انسان په ژوند کې ښه اړیکې د یو بل سره يعني ( کورنۍ ، ټولنه، هیواد ) د میني او محبت اړیکی ټینګي کړي نو ژوند به یی تل تر تله نېکمرغه ، هوسا، خوشحال، او ودان وي.
په کورنۍ کې ښې اړیکی ساتل په ژوند کې د نیمکرغۍ لپاره لومړۍ ګام دی دا چې انسان د خپل چاپیریال سره ښې اړیکې ټینګې وساتي دا د هغه لپاره د ډیرو پرمختګونو سبب کیږي ، اړیکی ساتل انسان ته د خوشحالۍ، هوساینې، آرامتیا ببښي او د ژوند خوند، جذابیت، ښکلا، باندې ښه پوهیږي.
ښې کورنۍ اړیکې ساتل په ژوند کې ډر اړین رول لوبوي :ځکه پرته له هغې انسان د ژوند څخه ستړی کیږي او زړه کې یی تیاره راځي او هره ورځ يي بی موخيې بې مقصده تیریږي او د ښه ژوند او د ژوند ټولو پرمختګونو څخه بې برخې پاتې کیږي که غواړئ چې تل مو ژوند نیکمرغه، خوشحاله او آرامه پاتي شی نو د خپلې کورنۍ، چاپیریال،… سره تل ښه د مینې، محبت، اړیکې ټینګې وساتی تر څو تل په خپل ژوند کې نېکمرغه پاتې شي.
***********************
بدمرغي
بدمرغي د نیکمرغۍ ضد دئ
بدمرغي په ژوند کې ډیر لوی مصیبت او تیاره ده. بدمرغي د انسان ژوند تباه کوي ، په بدمرغۍ کې هیڅ انسان د ژوند په موخه، مطلب ، مقصد، خوند، ښکلا، باندې نه پوهیږي، په بدمرغۍ کې انسان داسي وي لکه په تیاره کې چې ژوند کوي او هیڅ څه ورته نه ښکاري انسان د ړوند په څیر وي .
بدمرغي په ژوند کې هغه وخت راځي چې انسان په لومړي قدم کې د خپل ژوند په مسؤلیتونو او بیا د کورنۍ ، چاپیریال، ټولنه ، او د هیواد مسئوولیتونه په خپل قبال کې په سمه او منظمه توګه ونه پیژني او د هغوی د کولو څخه ډډه وکړي او تر کوم حد چې ځواک لري په خپل چاپیریال او ټولنه کې مشکلات، خنډونه، جنګ ، بی اتفاقي، منځ ته راوړي او د هغه څخه خوند اخلي او دا کار ورته ښه ښکاري چې ظلم وکړي د خلکو حقونه د پښو لاندې کړي او خلک او ماشومان یې تل په بدمرغه ټولنه کې ژوند کولو ته اړ کړي
هغه انسان چې د ژوند هره شېبه او هره لحظه یې په بدمرغۍ تیریږي او دا ټول د ژوند حقونه يی د ظالمانو تر پښو لاندې کیږي او ژوند يی تل تپه تیاره وي او د ښه ژوند کولو څخه برخمن نه وي هغوی وایی : کېدای شي همدا زموږ د ژوند تقدیر وي او الله ﷻ همدا زموږ په نصیب کې لیکلي وي ، هغوی د خپل ځان ، ټولنې، ماشومانو او راتلونکي لپاره هېڅ اقدام نه کوي او د دې بدمرغۍ تر چتر لاندې چپ پاتې کیږي نو همدا چپ پاتې کېدل او د خپل ژوند د بچ کېدو لپاره هېڅ کار نکوي او په هر کار کې خپل تقدیر ملامت بولي او خپله هڅه او کوښښ نه کوي چې ژوند يې جوړ شي همدا په ژوند کې تر ټولو لویه بد مرغي او بدبختي ده.
كه غواړئ چې په ژوند کې تل نېکمرغه ،خوشحاله، هوسا او بریالي پاتې شئ: نو همدا اوس همدا شیبه د خپل ژوند د بدلون لپاره تر اخري حد او ځواک پوري هڅه او په مبارزه کولو پیل وکړئ ، تر هغې چې مو راحتي ، هوساینه، نیکمرغي ، تر لاسه کړي نه وي چپ مه پاتې کیږئ.
د پښتو ژبې مشهوره متل دئ : ماهي چې هر وخت له اوبو څخه راونیسۍ تازه وي
ژوند هم هره شېبه چې د خپل ځان ، ژوند ، د بدلون ، ښه کیدو او نېکمرغۍ تر لاسه کول لپاره ناوخته نده، مهم ستاسو هوډ، اراده، ځواک او هیله ده چې هېڅکله په ژوند کې دا د لاسه ورنکړئ او هېڅکله ترې لاس وانخلئ او ترې تېر نشئ.
پای!