د ننګرهار ولایت، په پچیراګام ولسوالۍ کې نږدې ۴۰ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر په یوه خبرپاڼه کې وایي، د ننګرهار ولایت په پچیراګام ولسوالۍ کې د ملي ځواکونو له لوري په چاڼیزو عملیاتو کې د څو پاکستانیانو په ګډون، ۴۰ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
خبر پاڼه زیاتوي چې په دې عملیاتو کې ۲۳ طالبان وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان دي. په ټپیانو کې د طالبانو دوه مهم قومندانان لطف الرحمن مشهور په طوفان او مولوي رياض الله مشهور په حقاني هم ټپيان شوي دي.

د یاد ولایت د رسنیو دفتر تېره اونۍ هم خبر خپور کړی و چې د څو تنو پاکستانیو وژل شویو ترهګرو جسدونه یې پاکستان ته لېږدولي دي.

Scroll to Top