د مطالعې عادت خپلول!

مبالغه به نه وي که ووایم چې زمونږ درې برخې محصلین د سمسټر په جریان کې درس نه وایي. کوم محصلین چې درس وایي، په هغو کې هم د هغو محصلینو اندازه کمه ده کوم چې اغېزناکه او د اصولو مطابق مطالعه کوي. زیاتره محصلینو کې دا د انګیزې د نشتون له آمله نه وي، بلکې دوی مطالعه سره نه وي عادت، د مطالعې کولو په اغيزناکو طريقو نه پوهيږي او دوی ام ځان نه وي پاذاب کړی چې په اړه یې یو نیم کتاب وګوري او بیا له بل چا نه پوښتنه وکړي. زه ډیر خفه شم، کله چې د اخرو سمسټرو محصلین د مطالعې د طريقو په اړه نه پوهیږي.
د مطالعې عادت هم د نورو ښو عادتونو په څیر، خپلول یې لږ سخت دي، کار غواړي‌ او یو څه وخت ته هم اړتیا لري. اوس تیاره ښه موقع ده، لږې ورځې کیږي چې ګرمسیرو ولایتونو کې ازموینې ختمې شوي، محصل د کتاب یو څه عادت اخیستی، همداسې د ازموینو روسته کې د خپلې خوښې یو کتاب ولولي، که د کیسو او یا د یوه ښه تلوسه لرونکی ناول وي هم د عادت لپاره ښه دی. کتاب سره د عادت اولې ورځې لږ بوج راولي، خو که یو څو هفتي مسلسل تمرین وکړئ ورسره عادت کیږئ، چې عادت مو واخیست بیا به مو له مطالعې پرته وخت نه تیریږي. همدارنګه د انګیزې لپاره کتاب لوستونکي کسان پیدا کړئ، ملګرتيا ورسره‌ وکړئ، وخت ناوخت یې خواته ورځئ،‌ هغه ټولیګوالو سره اوسئ چې کتاب سره یې سروکار وي. بل ښه لاره یې فیسبوک کې د هغو کسانو سره ملګرتیا ده چې د علم او مطالعې شوقیان‌وي، هغوئ د کتابونو لنډیزونه نشروي، په ارزښت یې غږیږي، دا تأثیر کوي. که کومه پوښتنه او یا کوم مشکل سره مخ کیږئ‌ میسج ورته کوئ.
د زدکړو او ښو عادتونو خپلولو لپاره هیڅکله ناوخته نه دی.

Scroll to Top