د ماشومانو شخصيت جوړونه_جمیل ځاځی

ماشومتوب د ژوند يو داسې مرحله ده؛ چې د يو انسان ښه او بد بنسټ ګدې، مور او پلار غېږه د ماشوم د روزني لومړۍ ښوونځی دې، ځکه هر هغه څه چې ماشوم يې وينې او يا اوري د هغه پر شخصيت اثر غورځوي، که په ښه توګه د مور او پلار له لوري د ماشومانو ښوونی او
روزنې ته پام وشې نو راتلونکې به يې ډير ښه روښأنه او
هوسا وئ!

1:- د مور او پلار غېږه د ماشوم د ښوونې/روزني لومړۍ ښوونځی دی، په دغه وخت کې د ماشوم فکري بڼه تر بل
هر وخت تشه وي، هر هغه څه چې ماشوم له خپل مور او پلار څخه اوري/وينې هغه له ځان سره خوندې کوي،
او په همدې توګه دې مثبت يا منفې وروزل شي.

2:- له هر چا وړاندې د ماشوم په شخصیت جوړنه کې د ماشوم مور، پلار او د کورنۍ نور غړي مسوولیت لري او پر میندو دا دې ماشوم تر ټولو لومړنی اسلامي ، افغاني ، انساني او شخصیتي حق دی چې یو ښه نوم پرې کېږدي،
نوم اېښودل د ماشوم په شخصيت، روان، سلوک، طرز او چلند نېغ په نېغه اغېزه کوي، له بده مرغه زموږ په ټولنه کې دا یو بد دود ، فرهنګ ، ستره ناپوهي او یا هم بې پروايي ده چې دغې برخې ته سم نه ځیر کیږي، خو کله چې ماشوم د وخت او زمان په تېرېدو سره لویږي او د ځوانۍ پړاو ته رسیږي بیا په خپلې بې پراوایۍ سخت پښېمانه وي، خو هغه وخت بیا له ورخه اوبه تېري وي.

3:- ماشومانو ته بايد ناوړه/ترخې خبري ونه ويل شې؛
لکه: ليونېه ، لټه ، احمقه ، … نور ځکه دغه ډول خبري
د ماشوم په شخصيت ډيره منفې اغيزه کوي، مونږ بايد په دې اړه د “رسول الله صلی الله علیه وسلم” لاره غوره کړو “رسول صلی الله علیه وسلم” هېڅکله هم ماشومان نه ملامتول، بلکې هغوی به يې همېشه زړور روزل او له افراط، او تفريط پرته به يې له ماشومانو سره د نرمۍ لاره نيوله.

4:- ماشوم ته بايد د خبرو کولو وخت ورکړل سې؛ ترڅو خپلي د زړه خبري نورو ته واوروي، که چېري ماشوم ته د خبرو کولو وخت ورنه کړل شې، د جرأت د کميدو تر څنګ يې يو لړ نور رواني فشارونه هم ورته پيدا کېږي، چې دغه اثر به آن تر لويوالی په دوې پروت وي.

5:- ماشومانو ته د کيسو کول؛ په دې پړاو کې د ماشوم روزنې يوه اغيزمنه وسيله د کيسو کول دي، ماشومان د کيسو مينه وال دي او په هېښنده کيسو يې زړه بايلودی وي، همدا مينه او لېوالتيا پکې د اغېزمنيدو لاره چاره برابره وي، دا چې په ماشوم کې د تخيل ځوک پياوړې شې، نو مور کولی شي، له قرآن کريم څخه ماشوم ته د پېغمبرانو ځيني کيسې په داسې الفاظو کې وکړي، چې د هغه توجه جلب کړي، لکه د یوسف او موسی علیهم السلام کیسې.

6:- ماشوم مو په نېکو چارو اموخته کړې؛ لکه: اخلاص ، ريښتينوالی ، صدقه ، … او نور ماشوم ته د ګټور دينې او دنياوي علم ور ښودل، همدارنګه غوره ده چې ماشوم ته د قرآن کريم څو سورتونه ياد کړل شي، ځکه د قرآن کريم يادول د انسان حافظه قوي کوي، او د الله (ج) اطاعت او پېروي ته يې رابولي.
👇👇
1_ د ماشوم د پرځای غوښتنو پوره کول!

2_ د ناسمو غوښتنو ردول، د هغوی پوهې او درک ته په پام سره د هغوی پوهول!

3_ د ماشوم له پاره يو ښه او سالم چاپېريال رامنځته کول!

4_ ماشومانو ته په ورزشي فعاليتونو او ماشومانو ته لوبو کې لارښونه کول، او د لوبو پرمهال له هغوی څخه ساتنه کول!

5_ د ماشومانو وړتياوو ته په پام سره په ټولنيزو چاروکې هغوی ته د ګډون برخه ورکول.

6_ ماشومانو ته د مهارتونو د زده کړې له پاره، د يوه خوندي پروګرام جوړول!

Scroll to Top