پهٔ موجوده نړۍ کې هېڅ انسان هم یوازې نهٔ دی، دلته هر سړی مجبور دی چې لهٔ نورو ډېرو خلکو سره خپل ژوند تېر کړي، کټ مټ داسې لکه پهٔ سرک چې د نورو خلکو د موټرونو تر څنګ خپل موټر هم ځغلوي. پهٔ داسې حالت کې د غبرګون«رد عمل» پالیسي هېڅکله ګټوره نهٔ شي کېدای، پهٔ دې نړۍ کې بریالیتوب صرف د هغو کسانو پهٔ برخه کېږي چې پهٔ منفي حالاتو کې هم د مثبت ځواب ورکولو پوهه ولري.
د دې قضیې یوه پهٔ زړهٔ پورې بېلګه دا ده:
د هندو مذهب مشهور راهب او فیلیسوف سوامي وویکانند یوه ورځ خپل عیسوي ملګري د ازمایښت لپاره د مېلمستیا پهٔ بهانه خپل کور ته دعوت کړ. هلته د ناستې پهٔ کوټه کې یو مېز پروت ؤ. عیسوي ملګري یې د مېز پهٔ سر د هر مذهب مقدس کتابونه یو پر بل داسې ایښې وو چې تر ټولو لاندې یې ګیتا «د هندوانو مهذبي کتاب» ؤ. سوامي وویکانند چې کله کوټې ته ننوت، عیسوي ملګري یې د مېز خوا ته اشاره وکړه او ویې ویل:
– مهرباني ښاغلی سوامي! د مېز پهٔ سر پهٔ پرتو کتابونو تبصره وکړئ.
عیسوي ملګری پهٔ دې تمه ؤ چې سوامي وویکانند به د کتابونو پهٔ دې اېښي ترتیب غصه شي، ځکه د دهٔ د مذهب کتاب تر ټولو لاندې او د نورو مذهبونو کتابونه پرې د پاسه ایښې دي. دا ظاهراً د سوامي مذهب ته سپکاوی او د نورو مذهبونو تعظیم ؤ. مګر سوامي د دې حالت پهٔ لیدو غصه نهٔ شو، دا معامله یې عادي وګڼله او دا توان یې تر لاسه کړ چې د یوې منفي واقعې مثبت ځواب بیان کړي. کتابونو ته یې وکتل، پهٔ مُسکا یې وویل:
«د دې کتابونو بنیاد/ تهداب خو ډېر ښهٔ دی!»
– مولانا وحیدالدین خان