بانو قدسیه چې د (بانو آپا) په نوم هم شهرت لري یوه پاکستانۍ ناول، ډرامه او لنډه کیسه لیکونکې. چې د خپل لیکلي ناول(راجا ګید) لهامله ېې شهرت موندلی.
شخصي ژوند
——
بانو قدسیه د ۱۹۲۸ کال د نومبر په ۲۸مه نیټه د د بریتانوي هند پنجاب ایالت په یو مسلمانه جټ کورنۍ کې زیږیدلې. پلار ېې له زراعتپوهنځي فارغ او ورور ېې یو رسام و. د هند تجزیه کیدو پر محال لاهور ته کډواله شوه او هلته ېې د لنډو کیسو په لیکلو پیل کړ. دغه محالد ۵م ټولګي زده کوونکې وه.
په کال ۱۹۵۱ کې ېې د (ګورنمینټ کالج یونیورستي) څخه د اردو ادبیاتو برخه کې د ماسټرۍ سند ترلاسه کړ.
د اشفاق احمد په نوم لیکوال سره چې پوهنتون کې ېې سره لیدلي او پیژندلې و واده وکړ. چې رب ۳ زامن انیق،انیس او اسیر ورکړل.
جایزې
——
په کال ۱۹۸۳ کال کې د پاکستان دولت له لورې د (ستارهِ امتیاز)، په ۱۹۸۶ کې د PTV تلوېزیون د غوره لیکوالې، په ۲۰۱۰ کې دپاکستان دولت له لورې د (حلالِ امتیاز)،په ۲۰۱۲ کې د PAL (د پاکستان حروفي اکاډمي) له لورې د (کمالِ فن)، او پهٔ ۲۰۱۶ کال کې د(GCU-ORU) او(PLCF) له لورې جایزې ورکړل شوې.
د ژوند پای
——
بانو قدسیه د ۲۰۱۷ کال د فبرورۍ په ۴مه نیټه د ۸۸ کلونو په عمر د لاهور ښار په (اتفاق روغتون) کې ساه ورکړه او هملته خاورو تهوسپارل شوه
لیکلي آثار
——
ناولونه؛ راجا ګېد، ایک دېن، حاصل غات، شهرِ لا زوال، پروا، موم کی ګلیا، شهرِ بی مثال او توبه شکن
لنډې کیسې؛
هجارتو کی درمیان، دست بسته، آتش زیرِ پا، امر بیل، دوسرا دروازه، بازګشت، نا قابل ذکر، سمانِ وجود، تواجا کی طالب او کچ اورنهی.
ډرامې؛
چوټا شهر بړی لوګ، پهر اچانک یو هوا، لګن اپنی اپنی، آدی بات، فوټ پات کی ګاس، آسی پاسی، تماثیل، هوا کی نام، دوسرا قدم،سدران، سورج موکی او پیا نام کی دیا.
ژوند لیکونه؛
راه روان او مردِ ابریشم.
ویناوې
——
هغه ځای کې ژړل زړهٔ ته ډېر سکون وربښي چېرې چې د خدای پرته بل څوک مو نه ویني.
تر ټولو بې اصله انسان هغه څوک دی چې اړیکه ېې درسره ختمه شي نو ستاسو ښه توب ېې هېر شي، رازونه مو افشا کړي او هغه خبرهچې تاسو کې نه وي هغه خلکو ته ووايي.
د نارینه حسن او شتمني پر ښځو دومره تاثیر نه لري، څومره چې د هغو سیرت او پاکوالی تاثیر لري.
د ژوند ښایسته وختونه بېرته نه راګرځي، خو له ښو خلکو سره اړیکې او په هغې پسې تړلي یادونه په زړونو کې ژوندي پاتې کیږي.
څه وخت چې ستاسو ژوند کې داسې حالات راشي چې تاسې ځان یوازې احساس کړئ نو مه وېرېږئ، له ربه مه بې امیده کیږئ کیدایشي د رب سره د روغېدو لپاره تاسو ته د یوازیتوب لارې زغمل وي. وخاندئ ، ځکه چې تاسو رب د خپل یاد لپاره غوره کړي یاست.
زما مور به تل ویل چې لورې دعا کوه چې خاوند دې سترګې ولري او لیدل وکړي، ستا غم، ستا خوښي، ستا خندا او ژړا. ډېر وګړيسترګي لري خو لیدل پرې نه شي کولای.
نړۍ کې دوه رنګه خپګان دی، یو هغه چې تاسو مات کړي او بل هغه چې ستاسو ژوند بدل کړي.
د مور او پلار په خبرو دومره باور وکړئ څومره چې تاسو په درملو باور کوئ. لږ بې خونده وي خو ګټور هتمن ثابتیږي.
د ژوند تر ټولو سخت وخت هغه انسان سره د خدای په اماني ویل وي چا سره چې تاسو د ټول ژوند تېرولو وعده کړي وي.
د ښه خاوند او میرمن تر ټولو ستر خاصیت دا دی چې تر مینځ ېې د اختلاف او ناراضیتوب سربیره هم د یو او بل په اړه فکر او خیالوکړي.
خلک وايي چې د یو چا په تګ سره ژوند نه ودرېږي، خو پدې هېڅوک نه پوهېږي چې د سلګونه زره کسانو راتګ سره د هغه یو تشه نهډکیږي.
که څومره کتابونه ولولئ، د ژوند فلسفه باندې تر هغهٔ نهٔ پوهېږئ تر څو چې حالات او واقعات پر تاسو رانشي.
ډېر فکر مهٔ کوئ، ډېر فکر کول تاسې په ذهني طور ناروغوي.
د الله ج په پلانونو او د هغو پر وختونو باندې باور ولرئ.
یقین وکړۍ چې الله پاک ېې تاسو ته درکوي نو بهترین ېې درکوي ځکه چې الله پوهېږي چې ستاسو لپاره څه بهتر دي.
د نړۍ تر ټولو ښایسته انسان هغه دی چا سره چې خبرې کول اسانه وي، له چا څخه چې کمک غوښتل اسانه وي.
څوک چې د نورو غم او درد کې شامل وي، که تاسو داسې انسان یاستۍ نو باور وکړۍ چې تاسو رب خاص پیداکړي یاست.
کله چې خلک لیکل زده کړي نو مختصر لیکل کوی او چې خبرې کول زده کړی نو زیاتره وخت خاموش اوسي.
همدا د حقیقي امن او بلوغت زمانه ده.