په ۲۰۰۰مو کلونو کې مالګه دوکانونو کې تر ټولو ارزانه سودا وه. د روپۍ به دوه پاکټه کېدل.
هغه وخت ځينو شرکتونو تبلیغات پيل کړل چې په مالګه کې د نورو ایوډینو اچول ضرور دی، ځکه د ایوډینو کمی د جاغور ناروغي پیدا کوي. دا کمپاین ښه په درز کې وچلېده او د ایوډین لرونکې مالګه هماغه وخت پاکټ له تر ۲۵ پورې شوه.
کلونه همدا بازار وچلېده او تر ټولو ارزانه سودا یې د اضافي ایوډینو په نوم ګرانه کړه.
څو ورځې مخکې مې د یوه شرکت اعلان لیده، یو ډول طبیعي خړه مالګه یې بازار ته وړاندې کړې. شرکت وایي دا مالګه په دې ښه ده چې د سپینولو لپاره په بلیچو نه ده وینځل شوې او اضافي ایوډین هم په کې نه دي اچول شوي. (یعنې سوچه هغه د ۲۰۰۰م کال د نیمې روپۍ پاکټ مالګه ده)، خو شرکت یې بیه په بازار کې تر اوسنیو ایوډین لرونکې مالګې هم لوړ ټاکلی دی.
په کاروبار کې وېره اېجادول ډېر مهم فکتور دی، کلونه مخکې یې خلک ووېرول چې که ډېر ایوډین ونه خورئ ناروغه کېږئ، نن ورته وایي که ډېر وخورئ ناجوړه کېږئ. خلک هم د بازارموندنې په همدې پیغامونو پسې ځي او د یوې روپۍ سودا په دېرش او پنځه دېرش اخلي.
دا یې ډېره وړه بېلګه ده، موږ سره د پېرودونکو په توګه هره ورځ داسې ذهني چلونه کېږي.