د انسان ښکلا!

یو ښوونکي له شاګردانو وپوښتل:ستاسو په اند کوم شی انسان ښکلی کوي؟
هر یوه ځواب ورکړ؛ یوه وویل: ښایسته سترګې.
دوهم وویل: لوړ قد.
بل وویل: سپین رنګ.
په همدې کې استاد د شاګردانو مخې ته دوه کاسې کېښودې او ویې ویل: دې دوو کاسو ته ځير شئ. لومړنی یې له سرو جوړ دې خو له زهرو ډک دی او دوهم هغه یې له خټو خو رڼې او خوږې اوبه په کې دي، تاسو یې له کوم یوه څښي؟
شاګردانو په یو غږ ځواب ورکړ: له خټینې کاسې.
ښوونکي وویل: هر کله چې د کاسو دنني حقیقت ته متوجې شوی، ظاهري جوړښت یې درته بې ارزښته شو. انسان همدې کاسې ته ورته دی. هغه څه چې د انسان د ښکلا لامل ګرځي د هغه باطن او اخلاق دي. باید خپل سیرت ورغوو نه صورت.

Scroll to Top