د امریکايي ولسمشر تیودور روزولېټ ژوند

هغه د خوب پرمهال مړ شو او د بالښت لاندې یې یو کتاب پروت و.
د نوموړي د مړیني وروسته د هغه مرستیال وویل: “مرګ مجبور و هغه ته د خوب پرمهال ورشي، ځکه که هغه ویښ وای، نو له مرګ سره به یې هم مبارزه کړې وای.”

دغه پياوړی شخص تیوډور روزولټ نومېده، نوموړی د امریکا د پياوړی ولسمشر و. هر چا به د هغه د پياوړتیا او استقامت ستاینه کوله. یوه ورځ په میلواکي کې د وینا پرمهال ووېشتل شو، سره له دې چې زخمي و، ټينګار یې کاوه چې خپل وینا ته دوام ورکوي او روغتون ته نه ځي. د هغه د رهبرۍ په مهال امریکا د نړیوال ځواک په توګه راڅرګنده شوه.

خو تاسې پوهېږئ روزولټ په ماشومتوب کې خورا کمزوری او مرضي و. ساه لنډي يې لرله، د سترګو دید یې کمزوری و، ډنګر او ضعیف و. ددې لپاره چې دا کمزوریانې له ځانه لرې کړي، ورزش یې پيل کړ. وزن یې پورته کاوه، ښکار یې کاوه او د بوکس وهلو تمرین یې کاوه. په درسونو کې یې کوښېښ کاوه، تر هارورډ پوهنتون یې ځان ورساوه او د نړۍ په ستر رهبر بدل شو.

که تاسې غواړئ پرمخ ولاړ شئ، هېڅ کمزوري به ستاسې مخه ونه نیسي. اراده وکړئ، هڅه وکړئ، بریا ستاسې ده.
#انځور کې تیوډور روزولټ

Scroll to Top