هو هو عنوان مو ډېر ښه پام اړولی…
پام مو دی چې موږ ټول مصرف کوونکي یو !؟نو ژوند هم باید مصرف کړو، تاسې چې عطر اخلئ ولې یې تر اخرې قطرې مصرفوئ؟
هو بلکل ځواب سره مو موافقه یم” ځکه چې ارزښمند او ګران(قیمتي) دی”.
ژوند د دې ټولو خبرو څخه ډېر ارزښتمند دی ،هڅه وکړئ چې په ممکنو ښو کارونو یې مصرف کړئ،د ژوند هر فرصت په ژوند کې مصرف کړي او هېڅ یو فرصت له لاسه ورکوئ ځکه د ژوند کولو وړاندېز یو ځل کېږي.
د ژوند هېڅ یو فرصت د ژوند کولو لپاره له لاسه مه ورکوئ.
له دې څخه منظور دا نه دی چې تل کار وکړئ او پیسې سپما کړئ بلکې منظور دا دی چې د ژوند هره لحظه ژوند وکړئ او هره لحظه یې لمس کړئ.
خپل استعداد،ځواک،ځیرکتیا،مینه،خندا او مهرباني مصرف کړي په دې کې اصراف وکړئ خو سپما نه.