جنت / مولانا وحیدالدین خان

خدای د خپلې خوښې یوه دنیا سازه کړله او د جنت نامه یې پرې کېښوله. دا جنت د ابدي خوښیو او راحتونو دنیا ده. نه په کې خفګانشته او نه شور و شغف. نه په کې رنځ شته او نه پېښې. هغه له هر ډول تکلیفونو خلاصه دنیا ده. هر رقم نعمتونه په کې پرېمانه او بېحسابه راټول کړی شوي دي. نه به په کې انسان مري او نه به ستړی کېږي او نه به کله په غم اخته کېږي.

دا هغه دنیا ده چې طلب یې د هر انسان په فطرت کې شته دی. هر انسان د یوه نالیدلي جنت په لټه دی. خو دا نامحدوده جنت هېڅوک پهدې محدوده دنیا کې نه شي موندلی. خدای دا جنت له مرګه وروسته راتلونکې دنیا کې ایښی دی.

خو دا جنت هسې په هسې هیچا ته نه ورکول کېږي. دا به یوازې د هغه بختور په برخه وي چې په دې دنیا کې د جنت عملونه کوي. خدایزموږ ژوند په دوو برخو وېشلی دی. زموږ د ژوند مختصره برخه په دې دنیا کې ده او پاتې نوره ټوله برخه یې له مرګه وروسته راتلونکې دنیاکې ده. دا دنیا خدای د عمل دنیا کړې او بله دنیا یې د دې عمل د بدل ورکولو دنیا کړې ده.

د امتحان د مصلحت پر اساس دې دنیا کې انسان ته اختیار ورکول شوی دی. انسان آزاد دی چې هر څه کوي،  آزادي انعام نه دی،بلکې امتحان دی. کوم انسان چې د په دې موقتې آزادې تېر نه وځي او خپل ځان د حال له حقیقت سره سم عیار کړي، هغه به جنت کېاچول کېږي. او څوک چې په آزادۍ کې سرکشي وکړي، د هغه ځای به دوزخ وي.

په دې دنیا کې ټول حقیقي اختیار یوازې یوه خدای سره دی. هغه د هر څه مالک دی. هر انسان، هره شېبه د هغه په موټي کې دی. څوکچې په همدې واقعه حقیقت باور وکړي او خپل ځان د الله ارادې ته تسلیم کړي، هغه د جنت مستحق شو. او څوک چې له دې واقعه حقیقتنه انحراف وکړي او په خپلو سازو کړو طریقو لاړ شي، هغه د خدای په نزد مجرم دی. د آخرت په نعمتونو کې یې هېڅ برخه نشته.

Scroll to Top