کلونه پخوا د وادۀ پر مهال هوایي ډزو کې یو ماشوم ووژل شو، ماشوم د زوم ورارۀ او د ناوې د لېورۀ ځوی وو، لنډه دا چې وادۀ پۀ ویر بدلشو ژړاوې پیل شوې او حالت ګډوډ شو، د ماشوم پۀ وژل کېدو سره، سر لۀ سبا پۀ ناوې د ګناه اچول ورپیل شول، (سپېرې قدم دې سپېرۀوو، بدقسمتې! ستا بدقسمتۍ موږ هم بدبخته کړو، کۀ تۀ نۀ وای راغلې اوس به فلانی روغ رمټ لۀ موږ سره وو) قتل نارینه وکړ ګنهګارهناوې شوه، دا کیسه پۀ دویمه ورځ پای ته ونۀ رسېده بلکې د عمر پۀ اوږدو کې به چې ناوې کومه تېروتنه وکړه نو همدا پېغور به ورکولکېده، تر دې چې ناوې هم د ګناه احساسول پیل کړل، یاني ورو ورو یې ومنله چې ګناه ددې وه، پر دې مانا چې بیا بیا یادولو ناوې دې تهمجبوره کړه چې د ګناه پۀ احساس سره لۀ دننه ځان وخوري او اروایي حالت یې لۀ لوی ګړکېچ سره مخ شي. د ماشوم مرګ د کورنۍ غړولپاره عقده او د ناوې لپاره د ګناه احساس، ملامتي، ځان ځورول، ځان ژوبلول او پۀ پای کې د ځان وژنې لامل شو.
ارواپوهان وایي منفي پاروونکي ډېرځله منفي افکار، پر همدې ترتیب منفي فکرونه منفي احساسات او پۀ پایله کې همدا منفياحساساسونه پۀ عمل اوړي یاني پۀ ګړکېچنو اروایي ګډوډیو لکه ژورخپګان، اضطراب، وسواس یا پنیک اوړي او دا ددې لامل ګرځي چېاړوند کس د یا د ټول عمر لپاره عصبي درمل وخوري او پر همدې درملو د روږدتیا لۀ امله ومري او یا منفي احساسات دومره زور شي چېکس ځان وژنه وکړي.
دا یوازې یو مثال وو اما بې شمېره خلک شته چې د همدې ناوړه دودونو لۀ امله تر ننه ځوریږي او لۀ مرګه بدتره ژوند پرې تېریږي، کۀ داخلک پۀ اسلام ایمان لري نو دا دود خو لۀ اسلام سره ښکاره ټکر دی، ځکه اسلام کې پۀ تقدیر ایمان فرض دي، خو دلته پر تقدیر د ایمانڅرک هم نۀ لګي، لۀ بله پلوه کۀ پۀ منطقي ډول ورته وګورو د نورو ګناه پۀ ښکاره ډول پر بل ور اچول، لۀ عقل او منطق څخه لرې خبره ده،یاني دا ملت لۀ هم لۀ اسلام او هم لۀ منطق څخه لرې پاتې شوی، لۀ اسلام څخه ځکه لرې دي چې اسلام پۀ عربي ورته بیان شوی پۀداسې حال کې د دوی پښتو لا سمه نده زده، لۀ منطقه ځکه لرې دي چې پۀ سیمه کې یا ښوونځي تړل شوي او یا تش پۀ نوم ښوونځيشتون لري او خلک، لۀ لیک، لوست او مطالعې لرې پاتې دي. دا دواړه ناخوالې ددې لامل شوي چې پۀ ټولنه کې د اروایي ګډوډیو کړکېچزور واخلي او ځواکمن شي.
پر عصبي درملو د روږدتیا خبره ځکه مطرح کیږي چې یاد کسان اروايي او رفتاري درملنو ته یا لاسرسی نلري یا د خپلې نالوستۍ لۀ املهددې درملنې پۀ ارزښت نۀ پوهیږي، باید وویل شي چې د اړوندو کړکېچون حل پۀ اتحاد درملنه کېږي، یاني هم باید د اعصابو متخصصاو هم ارواپوه لاس پۀ کار شي تر څو د درملو خوړل تر روږدتیا ونۀ رسیږي او تر منځ یې د هوساینې او آرامښت نورې رفتاري لارې چارېتوصیه شي تر څو د درملو ځای ونیسي او د اوږدمهاله استعمال مخه یې ونیول شي، د یادونې وړ ده چې یوازې د بحراني اروایي ګډوډیولپاره درمل اړین دي پۀ متوسطو او خفیفو حالاتو کې اروا درملنه د کاملې روغتیا ضمانت کوي.