د وخت پاچا د ماڼۍ په لوی باغ کې د قدم وهلو په حال کې و، چې ناڅاپه یې باغوان مخې ته ودرید، په ستړي ستومانه حالت کې یې پاچاته د خپلې نا رضایتۍ بیان وکړ.
باغوان وویل: پاچا سلامت زما او د وزیر ترمنځ څه توپیر دی؟ په داسې توګه، چې زه باید هره ورځ د ستړو ستړیاو په کارونو لاسونه ټناکېکړم او وزیر په ډیرو نازونو او نعمتونو کې له خپل ژوند څخه خوند اخلي.
پاچا تر لنډ فکر وروسته حکم وکړ، چې باغوان او وزیر دې قصر ته راشي، له هدایت سره سم دواړه باغوان او وزیر د پاچا حضور تهحاضر شول.
پاچا وویل: د باغ په یوه برخه کې پیشو لنګه شوې ده تاسو ورشي او وګورئ، چې څو بچي یې زیږولي دي!
باغوان او وزیر له حکم سره سم باغ ته ورغلل او تر خپلې مشاهدې وروسته د راپور اورولو لپاره بیاځلي قصر ته د پاچا حضور ستانهشول.
لومړی باغوان وویل: پاچا صیب ما هغه پیشو ولیده درې ښایسته بچې یې زیږولي دي.
بیا وزیر راپور وړاندې کړ، لومړی یې پاڼه خلاصه کړه او د لیکل شوي متن لوستل یې پیل کړل: پاچا سلامت زه ستاسو په حکم د باغجنوب غرب لورې ته ورغلم، د توت ونې لاندې مې هغه سپینه پیشو ولیده، پیشو درې بچي زیږولي، چې دوه یې نران او یوه له مونث جنسڅخه ده، یو نر پیشو سپین او بل نر پیشو سپین او تور رنګ لري، مونث جنس پیشو خاکستري رنګ لري، د پیشو بچیان د عمر له لحاظهشاوخوا یو میاشتني دي.
پاچا سلامت ما د پشيانو مور په پټه وڅارله او متوجه شوم، چې د ماڼۍ اشپز هره ورځ د خوړو پاتې شونې هغه پیشو ته ورکوي او په دېتوګه د پیشو بچیان د خپلې مور له شیدو تغذیه کیږي.
همدارنګه د مونث جنس پیشو چپه سترګه التهابي شوې ده، چې کیدلای شي له روغتیايي اړخه ورته ستونزه ایجاد کړي.
همدا، چې د وزیر راپور پای ته ورسید؛ نو پاچا باغوان ته وکتل او ورته یې وویل همدا ده، چې ته باغوان او هغه وزیر شوی دی.
پایله: ډیر کله ځینې خلک د کور کلي له ژونده نیولې په رسمي ادارو کې د موقف او امتیازاتو له کبله یو له بل سره رخه او کینه کوي،دا ډولخلک، چې ځان له نورو او یا نور له ځان سره مقایسه کوي؛ نو کله ناکله آن تاوتریخوالي ته مخه کوي.دا هر څه په داسې توګه کوي، چې لایې کومه منطقي ارزونه نه وي کړي، چې توپیرونه څه دي.