ایمان په خپله ژوند دی_صفیه کوچۍ

ایمان؛پر پاتې کیدونکي ذات تکیه کول!
شپې او ورځې تېرېدلې؛ ھرہ ورځ به د تل په څېر په خفگان او رواني حالت کې ناسته وم او خپلو پښو ته مې کتل چې د لمر وړ‎انگې پرې لږ‎یدلې وې، وروسته پوستکي ته ځیرہ شوم چې ھډوکي،وینه،عضلې او په لکھاوو رگونه یې داسې په ځان کې پټ کړ‎ي وو چې یو بېل ښایست یې وربښلی وو، ھغه شنه رگونه چې د وجود په ھرہ برخه کې لکه شنې ونې خپرې شوې وې او داسې ښکارېدل لکه یو پاک بوټی چې په سپینو اوبو کې تک شین څرگند شوی وي، ورو ورو مې د دې لوی خلقت په سمندر کې ځان ډوبوو او داسې پر خپل ځان حیرانه شوم چې دا څه ډول نظام زما په وجود کې واکمن شوی دئ چې ھېڅکله یې په واکمنۍ کې بدلون نه راځي او ھر څه پخپل وخت خپل کارونه په منظم ډول،بې له کمښت او ډېروالي سرته رسوي، ما ھېڅکله د خپلو سترگو قدرت ته فکر نه وو کړ‎ی چې څومرہ لرې واټن پرې لیدلی شم او څومرہ یو کوچنی څیز ځان ته لوی کولی شم؛دا ھغه څه وو چې انسانانو کلونه کلونه تېر کړ‎ل تر څو داسې وسیله جوړ‎ہ کړ‎ي چې کوچني شیان غټ وښايي، چې په یوناني ژبه کې (مایکروسکوپ) بلل کیږي، له دې وروسته انسانانو بیا خپلې شپې او ورځې سرہ یو کړ‎ې تر څو داسې وسیله جوړ‎ہ کړ‎ي چې لویې او لرې فاصلې نږ‎دې کړ‎ي چې په ننۍ پرمختللې نړۍ کې د (تلسکوپ) په نوم یادیږي ؛ مګر تر اوسه داسې وسیله چا ندہ جوړ‎ہ کړ‎ې چې دا دواړ‎ہ خاصیتونه یوځای په ځان کې ولري، زه په دې نه پوھېدم چې دا دواړ‎ہ قدرتونه یو ځای زہ پخپلو سترگو کې لرم،افسوس د پر ما وي چې دا لوی نعمتونه مې نه لیدل،نن ھغه ورځ دہ چې باید د دې نعمتونو بښونکي سرہ آشنا شم؛ھغه څوک چې کلونه تېر شول خو یو ځل مې یې د ښیڰڼو په مقابل کې ترې مننه ونکړ‎ہ،یو ځل ورته مسکۍ نشوم،یوځل مې ترې حیا ونکړ‎ہ خو ھغه بیا ھم ھر څه راته وبښل او وبښل…
تېر عمر؛څومرہ مې په دروغجنو خوندونو تېر کړ! ھغه خوندونه او مستۍ چې حتی خاطرې یې ھم خوندورې نه وې؛ ھغه د زړ‎ہ نا آرامتیا چې د دنیا په یو امتیاز ھم هغه سکون نشو خپلولی.
زہ څه پوھېدم چې روح ھم تغذیه کیږ‎ي؛د جسم په څېر،ھغه ورځ مې حس کړ‎ چې دا روح څومرہ وږ‎ی او تږ‎ی پاتې شوی،څومرہ ضعیف شوی آیا دا حالت به تیر شي؟ چې حتی خپله یې ھم نشم درک کولای چې څه پېښه شوې او ددې توان او جرائت نلرم چې بل چا ته دا حال بیان کړم،دا ھغه تورې شېبې وې چې د فارسي ژبې خوږ‎ ژبی شاعر د یو څو مصرع په یاد کې مې اوښکې توېی کړ‎ې،فکر مې وکړ‎ چې یواځې دې بیتونو زہ حس کړ‎ې یم.
سعدي شیرازي وایي:
مرا دردیست اندر دل که گر گویم زبان سوزد
وگر پنهان کنم ترسم که مغز استخوان سوزد
منجم کوکب بخت مرا از برج بیرون کن
که من از طالعم ترسم ز آهم آسمان سوزد
په ستوني مې درد شو او د اوښکو لپه مې په سترگو کې پاتې شوہ؛ ناڅاپي د باران څاڅکي ته متوجې شوم،عجیب غوندې احساس مې وکړ‎ چې دا نو څنگه لږ‎ مخکی د لمر وړ‎انگو ھر څه ته غېږ‎ہ ورکړ‎ی وہ او داسې زر وڅڅېدې؟ په دې وخت کې مې ھغه خوب ذھن ته راغلو چې څو ورځې مخکې مې لیدلی وو او داسې د خوشحالۍ پړ‎ك یې زما په زړ‎ہ کې ځلولی وو چې تر څو ورځو یی سکون راکړ.
خوب مې داسې وو:په شنه بڼ کې واړ‎ہ واړ‎ہ قدمونه اخلم او د طبیعت له ښایسته بویونو څخه خوند اخلم ،ددې لپارہ چې فضا نورہ ھم خوندورہ کړ‎م سترگې مې پټې کړ‎ې او ساہ مې واخیسته ، پدې وخت کې د باران یو څاڅکی زما په سترگو راولوېده ،سترگې یې راته خلاصې کړ‎ې له شا نه یو چا غږ‎ راباندې وکړ‎: << باران د خدای ﷻرحمت دی،خدای به پر تا رحم وکړ‎ي ، ته ددې رحمت څاڅکو د نیولو لپارہ لمن ونیسه<< ، سر مې په سجدہ کېښود او ټولې دنیا ته مې شا کړ‎ہ د لوی ذات نومونه مې په سلگیو کې اخیستل؛د خداې پر لمنې مې ځان اچولی وو او زړ‎ہ مې ښه ورته خالي کړ‎ او ھر یو صفت مې چې په زړ‎ہ کې ورته ساتلی وو ھغه څه چې په ذات کې یې ول ورته ویل مې، د ھر نوم په اخیستلو سرہ یې زما د زړ‎ہ ستنې د قفس څخه راوتلې او د وجود ھر تار مې کلک ودرېد،پام مې شو چې څومرہ زہ په ذکر کې تیزہ او سخته کیږ‎م ھمدومرہ د باران څاڅکي تېز او کلک پر ځمکه لویږ‎ي
الله أکبر! رب مې څومرہ لوی دی! په څو شیبو کې یې ړ‎نڰه او ورانه دنیا راته جوړ‎ہ کړ‎ہ.
روح مې د خدای په ذکر تغذیه کړ‎ او ھغه تور شوی روح له بدن څخه جلا شو، ڰلونه وغوړ‎ېدل،تورې پردې د دېوال پر کونجونو مېخ شوې،د لمر وړ‎انگو ته اجازہ ورکړ‎ل شوہ،زړ‎ہ مې ژوندی شو،مینه،مھرباني او خواخوږ‎ي مې د سترگو تور شول او پوہ شوم چې ریښتنی ژوند په پاکه عقیدہ او کلک ایمان کې دی.
ھې ته پوھیږ‎ې؟ په دې ورځو کې مې داسې احساس درلوده لکه د اوږ‎و دروند پېټی مې چې بل چا اخیستی وي؛دا سپکوالی ډیر خوندور دی،دا دروند پېټی دې پر ځمکه وغورځوہ او اېمان واخله!
په دې پوہ شئ چې الله ﷻ ھېڅکله خپل بندہ په تورو کندو کې یواځې نه پریږدي ھرومرو له یوه سوري څخه روښنایي درلیږ‎ي؛مګر دا پر تاسو پورې اړه لري چې څومرہ د خپلې کندې سوري په سختو خټو پټوئ
شمس،مولانا رومي ته چې خطاب یې ورته کړ‎ی وو: <<دا دردونه څنگه کیږ‎ي؟>>، څه ښه یې ورته ویلي:<< روښنایي د ھمدې ځای څخه د ننه کیږ‎ي>> ، تاسې ته په کار دہ چې په تورو شېبو او په کلکو زړ‎ونو خدای ﷻ پیدا کړ‎ئ؛خدای ﷻ ستاسې په زړ‎ونو کې دئ ، خدای ﷻ! ھغه څوک یې پیدا کولی شي چې پسې گرځي، دا رنځ تاسې ته حتماً ګنج درکوي،فکر مه کړ‎ئ چې خدای به تاسې وروسته له لارښوود څخه پریږدي؛ځکه زہ یې تجربه کوم،خوب مې ولید چې بیا په ھمغه باغ کې یم او دا ځل مې پلرنی نیکه ھم ھملته وو او زہ د ھغې نړ‎ۍ په اړ‎ہ پوښتنه ترې کوم چې څرنگه ځای دئ هغه راته وویل:<< راشه تاته مې ھم ځای آمادہ کړ‎ی<> په دې وخت کې مې ناڅاپه بیا ھغه آشنا غږ‎ د غوږ‎و تر پردې تېر شو چې ویل یې :<<بس دي که نور ھم درکړ‎م؟>>، دا ھغه نعمتونه دي چې خدای ﷻپه یو ځل ورگرځېدلو کې ماته راکړ‎ل.
اوس ښه پوھېږ‎م چې اېمان په خپله ژوند دئ
دې داستان ته به د فارسي ژبې په دغه خوږو بیتونو سره د پای ټکی !
رومي صاحب (زما د خوښې شاعر) وایې:
>>آزمودم دل خود را به ھزاران شیوہ ۔ ھیچ چیز به جز از وصل تو خشنود نکرد<<
پای!

Scroll to Top