انټوني رابينز:
“هر کله چي د خپل هويت او شخصيت په اړه نوی او تازه باور پیدا کوو، هماغه وخت زموږ چلند او رفتار هم د همدغه نوي شخصیت او هؤيت لپاره تغير او بدلون کوي. ډېری وايي چي خپل ځان او هؤيت ته بدلون ورکول ناممکن دي او عموماً دا خبره کوي چي (زه همداسي يم)، خو دا يو داسي عبارت دی چي د انسان ټولي هيلي او اميدونه وژني.”
شخصیت هر ډول مثبت او منفي نکته لري، په نړۍ کې هېڅ ډول داسې شخصيت بڼه شتون نه لري چې مطلقاً «ښــه» او له تېروتنې پاک وي. د ژوند په ځينو مواردو کې ځينې اشخاص د دې غوښتنه کوي/لري چې ” کاش ما بل ډول شخصيت درلودلي“ په’ همدې اساس په نني عصر زمان کې کله چې افراد د شخصي بریالېتبونو – هدف په لټه کې وي همدغه خلک تر ټولو ډېر ددي پوښتنه کوي’
ايا زه کولای شم چې خپل شخصیت ته بدلون ورکړم!؟
له بدۀ مرغه، ځواب ساده يا لنډ نه دی. پخوا به خلک وویل: ” د فرد شخصیت په کومه چوکاټ کې خلکو وليدل او محسوس کړو نو بیا بدلون ډېره ستونزمنه ده، خو! په هر صورت افراد کولای شي چې خپل استعداد، ځانګړتياوو، افکارو، اخلاقو، خويونو، مهارتونو او عادتونو ته تغیر ورکړي او د وخت په تېرېدو سره به د دې تغیراتو پر اساس د خپل شخصیت په ځينو اړخونو کې مثبت تۀ تغير ورکړی. راځئ يو بېلګه وکاروو. تصور وکړئ ستاسو خونه کې اورلګېدنه رامنځ ته شو، برېښنا پرې او رڼا لمنځه ځي تاسو په بشپړه توګه خطر او تياره سره مخ کېږی. تاسې کولای شئ چې په عاجله ډؤل تر دروازې پورې د رسېدو لپاره د مختلفو لارو چارو څخه ګټه پورته کړی, لکه خپل خپل درک قوي څخه استفاده، تېر حالت په تصور کې راوستل او بيا د هغه په مطابق د دروازې لوري ته حرکت کول، پر دېوال باندي د لمسيدو پر اساس، د باندنیو غږ د اوريدو پر بنسټ هغه لوري ته حرکت کول او داسې نور… چې دغه فرد يې د لارو د پيدا کولو لپاره يو بل پسې ورڅخه استفاده کوي. د بېلګې څخه واضح کېږي، چې ځان هدف ته د رسېدو لپاره افراد کولای شي چې خپل خويونه، استعداد، افکار، عادتونه، تګلارې، او حثيت کې تغير راولي، چې پر همدې اساس د وخت په تېرېدو سره نوموړي د شخصيت په ځينو اړخو تغير راځي.
په پای کې بايد وويل شي چې تاسو د خپل شخصیت نوعیت بدلون په هڅه کې چې کيږی سم دلاسه خپل رفتار، کردار، خويونه او عادتونه کې تغيرات مه راولۍ؛ دلته ځينې « يا پر عقل مو شک کوي، يا پر نيت» څېړنې ښودلې، په اوسط ډول هر فرد د ورځې ۶۰ زره فکرونه کوي چې ۸۰ سلنه یې منفي دي. ځکه دلته بيا ستاسو شخصیت د ګڼو شمېر اشخاصو نيوکې – پوښتنې لاندې راځي او ستاسو شخصیت نوعیت بدلون نه کوي. دلته بايد يادونه وکړم، شخصیت د نوعیت بدلون وخت غواړي قدم په قدم په ځانګړی فکر خپل شخصیت بدلون راولی؛ باور يم ستاسو شخصیت نوعیت کې به بدلون راځي څنګه چې د انسان پرتن ناپاکه جامې وي او انسان ناپاک جام له تن لرې پر ځای پاک جامې پرتن کوي.