ځینې نباتات بهرني اغېز ته عکس العمل ښیي خو ایا نباتات هم د درد احساسولای شي؟
په ۱۹۶۰ لسیزه کې کلیو بکسر د CIA مامور یو بوټی د دروغ معلومونکي ماشین سره ونښلوه، یو بل بوټي ته یې اور ونیوه او د بل بوټي ښاخ یې پرې کړ،په دې وخت کې نورو بوټو هم کټ مټ لکه انسان عکس العمل وښوده او خواشیني شول.
بلاخره کلیو بکستر دې پایلې ته ورسېده چې بوټي هم کولای شي له یو بل سره اړیکې ټینګې کړي.
په دې اوس پوهېدو چې پوټي د ژویو پشان درد نه احساسوي ځکه مرکزي عصبي سیسټم نه لري خو بوټي نور،لمس او بوی ته عکس العمل ښیي او هغو کولای شي چې له یو بل سره اړیکې ټینګې کړي