انسان لومړی فکر کوي او بیا عمل کوي، همدا فکر د انسان د عمل څرنګوالی ټاکي، دا فکر او ذهنیت د انسان کرکټر دی او د دې ذهنیت او فکر نښې نښانې یې په اعمالو کې ښکاره کېږي. ناسته پاسته هم د فکر تولید دی، نو په دې خاطر په کې د انسان د کرکټر او شخصیت په اړه نښې لیدل کېږي.
لومړی:
که څوک داسې کېني، نو په دې معنی ده چې هوښیار دی، وخت پېژني، رښتینی او محتاط انسان دی. د اوهایو ایالتي پوهنتون د څېړونکو په یوه مطالعه کې معلومه شوه چې څوک کاري مرکې ته په دې ډول کېني، زیاتره یې په شرایطو برابر وي. دا هغه خلک وي چې پر خپل ځان او مهارتونو باور لري. د ځان په اړه سم او سالم نظر لري او له لږې ناامنۍ سره مخ وي.
دا خلک رښتیني وي، خو احتیاط هم ډېر کوي او خپل ځان او احساسات کنټرولول ورته ښه ښکارېږي.
دویم:
وايي څوک چې په دې بڼه کېني، هغه ځان محوره ، مغرور، زر قضات کوونکي، د لږې توجه لرونکي او زر ستړی کېدونکي ښکاري. البته څېړنې دا هم وایي چې داسې خلک ښایي زیاتره اندېښمن وي او دومره د بشپړتیا په لټون وي چې له امله یې ورته اندېښنې پيدا کېږي او د تېروتنې کولو وېره ورسره وي.
څېړنې زیاتوي چې د داسې خلکو ذهن او پلانونه ډېر منظم نه وي، نظر یې لنډ وي او په تمرکز کې ستونزه لري. دوی تل پلټنې کوي، نوي څيزونو ته یې پام اوړي او په دې خاطر په یوه وخت کې یو کار نه شي پوره کولای.
د داسې خلکو حوصله هم لنډه وي، زر ستړي کېږي او اړیکې هم زر پرېږدي. دا خلک تل په چاپېریال کې محرکه انرژي غواړي. ارواپوهان وایي داسې خلک له عاطفي پلوه لا هم خوار وي او تل باید یو څوک وي چې دوی په سمه لاره روان وساتي.
درېیم:
کوم خلک چې داسې کېني، زیاتره د هنر شوقیان وي، نوښت یې خوښېږي، ارمانونه لري، خو ډېر اجتماعي خلک نه وي. څېړنې وايي داسې خلک که نورو خلکو سره ناست وي، بیا هم کله کله په خپلو خیالونو کې ډوبېږي او په خپلو نویو ایډياګانو فکر کوي. ویل کېږي د داسې خلکو شخصیت ډېر لوی وي، خو اجتماعي چلند او ناسته پاسته یې بیا ډېر محدود وي. دا خلک ډېر دفاعي هم وي، چاته دا اجازه نه ورکوي چې ژوند ته یې ور ننوځي.
البته د خبرو پر وخت داسې کېناستل په دې معنی هم اخیستل کېږي چې تاسې د مقابل لوري خبرو سره علاقه نه لرئ او لږ غږېږئ، که مو لاسونه هم د پښو په څېر همداسې کېښودل، نو دا بیخي په دې معنی ده چې له دې مجلسه ذهناً وتلي یئ.
څلورم:
څوک چې داسې کېني، هغه ظریف، پر ځان باوري، جاه طلبه او دفاعي وي.
ویل کېږي چې دا ډول کېناستل د برېټانا د شاهي کورنۍ د ډېرو غړو د ناستې بڼه ده. داسې خلک په هر ډول حالت کې پر ځان باور ساتلی شي، ډېره لږه وېره او اندېښنه کوي او ستونزې لږې احساسوي یا یې څرګندوي. داسې خلک حتی خپل ګردچاپېره نورو خلکو ته هم د ډاډ او باور احساس ورکولای شي.
دا خلک خپلو موخو ته رسېدو لپاره ډېره خواري کوي او د زیار پر ثمرې باور لري. ښه اورېدونکي وي، رازونه ساتي، خو خپل رازونه هم چاته نه وایي. دا خلک په شخصي مسایلو کې ډېر مغرور وي.
پنځم:
څوک چې داسې کېني، داسې خلک د قوي استدلال خاوند وي او سیالي ډېره کوي. څوک چې په دې بڼه کېني، تر نورو خلکو به پر ځان ډېر باوري، آرام او برلاسي ښکارېږي. داسې خلک چې کوم هدف وټاکي، په پوره هوښیارتوب ورته رسېدو لپاره کار کوي، خپل مسلک کې خواري ډېره کوي، حتی که یې طبیعت ورته برابر نه وي هم. دا خلک لویې کوټې، لوی دفترونه او پراخه ځایونه ډېر خوښوي. د دې خلکو ښه لباس او ښاېسته ظاهري بڼه ډېره خوښېږي.