١. خپل احساسات بیان کړئ!
هغه احساسات او هیجانونه چې پټ یا ځپل شوي وي د ځینو ناروغیو، لکه د معدې درد، د معدې زخم، د ملا درد او د ستون فقرات د دردسبب ګرځي.
د احساساتو ځپل د وخت په تېرېدو سره، حتی د سرطان لامل هم ګرځي.
موږ باید د یو باوري کس په لټه شو چې خپل رازونه او تېروتنې ورسره شریکې کړو.
خبرې اترې او کلمې د درملنې ځواکمنه وسیله ده.
2. تصمیم نیونه وکړئ!
دوه زړي او سرګردانه خلک اندېښمن او اضطراب لرونکي وي.
دوه زړي توب او تصمیم نه نیونه د ستونزو او اندیښنو د ډېرېدو لامل کېږي.
دا ډول سرګردانه خلک د معدې ناروغیو، عصبي دردونو او د پوستکي ستونزو سره مخ کېږي.
3. د حل لارو په لټه شئ!
منفي خلک ستونزې ډېروي او حل لارې نه لټوي. دوی خپګان، غوسې، اوازو او بدبینۍ ته ترجیح ورکوي.
مچۍ یو کوچنی مخلوق دی؛ خو په نړۍ کې یو ډېر خوږ شی ”شات“ جوړوي. موږ هغه څه یو چې فکر یې کوو.
4. په ژوند کې ځان ښکارونه ”تظاهر“ مه کوﺉ!
د روغتیا لپاره په څهرې د نقاب اغوستلو او په نمایش سره ژوند کولو څخه بل هیڅ بد څه نشته.
دا ډول خلک په ظاهري یا نمایشي ډول قوي؛ خو په بنسټیزه توګه کمزوري وي او مقصد یې درملتون، روغتون او درد وي.
5. واقعیتونه ومنئ!
د سالم ژوند اصلي هسته، یو ډول والی او له ځان سره رښتوني اوسېدل دي. څوک چې دا نه مني؛ حسد کوونکي، تقلید کوونکي، تخریبکار او په سیالي غوښتونکي کس بدلېږي.
د نیوکې منل عاقلانه کار او د درملنې ښه وسیله ده.
6. باور وکړﺉ!
څوک چې په نورو باور نه لري؛ له نورو سره ښه اړیکه نه شي ټینګولی او نه له نورو سره یوه باثباته او ژوره اړیکه جوړولی شي.