د افغانستان د ملي وحدت ګوند مشر او پخواني جمهور رئیس مرستیال محمد کریم خلیلي نه په ولسي غونډه کې پر طالبانو غږ کړی چې د ستونزې د حل لار زور نه دی او طالبان په افغانستان کې په زوره سوله نه شي کولای.
ښاغلي خلیلي ویلي: (هېڅ یوه ډله په زوره افغانستان سولې ته نه شي وړلای. د افغانستان د ستونزې د حل لاره، زور او جنګ نه دی.)
د ملي وحدت ګوند مشر زیاته کړې چې ده په زوره او تحمیل شوې سوله د افغانانو لپاره د منلو وړ نه ده. نوموړي ویلي چې اوس د سولې لپاره یو فرصت رامنځته شوی او نړۍ او سیمه د افغانانو د ارادې ملتیا کوي. نوموړي ویلي: (نن دا ښه فرصت رامنځته شوی چې د نړۍ او سیمې اراده د افغانانو ملتیا کوي او د افغانانو لپاره لوی چانس او فرصت دی.)
خلیلي اندېښنه ښودلې که افغانان له دې فرصت نه ګټه وانخلي، کېدای شي په نږدې وخت کې بل داسې فرصت رامنځته شي.