کرزی مودي ته: باوري یم هندیان به ستا د ښې رهبرۍ لاندې وده وکړي

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي، د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي ته په درېیم ځل ټولټاکنو ګټلو مبارکي ویلې ده.

ښاغلي کرزي پر خپله ایکس پاڼه، په درېیم ځل د مودي د لومړي وزیر کېدو له امله خوښي ښودلې او ویلې یې دي، باوري دی چې د هند خلک به د مودي په مشرۍ خپلې ودې ته دوام ورکړي.

پخواني ولسمشر لیکلي: «زه باور لرم چې د هند خلک به ستا د مدبرانه رهبرۍ لاندې پرمختګ ته دوام ورکړي.»

هغه لومړي وزیر مودي او د هند ولس ته نېکې هیلې وړاندې کړې دي.

د یادونې وړ ده چې د مودي ګوند په عموي ټاکنو کې «بهارت جنتا پارټي» له ۵۴۳ ایله ۲۴۰ څوکۍ ګټلي او په مقابل کې یې د کانګرس ګوند مشر راهول ګاندي ۹۹ څوکۍ ترلاسه کړې دي. سماجوادي ګوند ۳۷ او ترېنامول کانګرس ۲۹ څوکۍ ګټلې دي.

 

 

 

 

Scroll to Top