کتاب لوستنه/زلمی حلیمي

 

کتاب لوستنه د انسان د ذهني ودې او روشنفکرۍ لوی
مسؤلیت ادا کوي.
زموږ د نسل لپاره مهمه ده چې په غور کتابونه ولولي او بیا یې اولیه ګټې نورو ته ور ورسوي.
انساني ټولنه له نورو ټولو اړتیاو سره سره د زده کړې او فکري روزنې برخې ته لویه او خورا ضروري اړتیا لري.

یو شي چې ډېر مفید او مهم دی هغه دا دې چې په کورونو کې دخپلو ماشومانو لپاره کتابونه ولرئ دا به وکولای شي چې زموږ راتلونکی کهول له کتاب سره بلد را لوی کړي.

د مطالعې لپاره تر ټولو اړینه دا ده چې کوم کتابونه باید انتخاب شي؟ ټولنه او اداري چوکاټونه په مسلکي، فرهنګي، اجتماعي، سیاسي، ادبي، تاریخي، طبي، جغرافیوي او بل هر لحاظ ضرورت لري چې تشي او کمبودي برخې یې د اړتیا پر بنیاد ډکې شي.

موږ هر یو / هره یوه په خپله برخه کې د مسلکي زده کړې سره سره اړتیا لرو چې د ټولنې پر اخلاقیاتو، وطني مینې او انساني ارزښتونو ته پر احترام کولو و پوهېږو.

کتابونه کولای شي چې د ستر او پیچلو ستونزو په مقابل کې مرسته درسره وکړي.
ده روزونکي نسل لپاره مهمه ده چې له اصلي مسیره وانه وړي یا له کتابونو سره پاتي شي یا له اهل کتابو سره.

Scroll to Top