موږ چې کارپنځوونکي (متشبثین)، مدیران او د کاروبار خاوندان روزو، نو یو تمرین پرې کوو.
تمرین داسې ساز شوی چې دوی سره په دولس میاشتو او کله کله په دیارلس ورځو کې د دوی د تولید، کار او لاس ته راوړنو په دوه چندهکولو کې مرسته کوي. ډېر اسانه تمرین دي، طریقه یې دا ده:
لومړی هغه ټول کارونه لیست کړئ چې تاسې یې د میاشتې یا اونۍ له پيله تر پایه کوئ.
ټول لوی او واړه کارونه ولیکئ، مثلاً برښنالیک لیدل او ټيلیفوني اړیکې ځوبول.
بیا لیست له سره وګورئ او دا مهمه پوښتنه وکړئ:
(که زه ټوله ورځ یوازې یو کار وکړم، نو کوم کار به زما شرکت ته ډېر ارزښت ورکړي؟)
بېرته چې لیست ته لاړئ، سم ځواب به پخپله درته راشي، هر ځای کې مو چې وموند کرښه ترې چاپېره کړئ.
بیا دویمه پوښتنه وکړئ:
(که زه د ورځې دوه کاره وکړم، نو دویم کار به مې څه وي؟)
بیا لست ته ورشئ او دویم کار هم په نښه کړئ.
بیا له ځانه په وروستي ځل پوښتنه وکړئ:
(که زه د ورځې درې کارونه وکړم، نو درېیم کار به څه وي؟)
موږ دې ته د (درېیو قانون) وایو. د درېیو قانون وایي چې درې اساسي کارونه ستاسې شرکت یا سازمان ته تر ۹۰ سلنه ارزښتبرابروي.
تاسې دومره وکړئ چې دا درې کارونه په نښه کړئ او بیا ځان داسې منظم کړئ چې په همدې کار وکړئ.
ستاسې نور ټول کوچني کارونه به مرستندویه کارونه وي، د خوند لپاره به یې کوئ، یا به هسې بې ګټې کارونه وي.
دا به هغه کوچني کارونه وي چې ستاسې عادت شوی به وي او په لاشعوري ډول به مو له مهمو کارونو منع کوي او دا لوی کارونه ستاسېپه ژوند او کار کې لوی بدلونونه راوړی شي.