دا هم په تول تللې خبره ده چې پرته له ښځي څخه ژوند کول نیمګړی دی.
خو زموږ په نننۍ ټولنه کې د ناسمو رسمونو او ریوا جونو څخه نیولې بیا د ژوند تر سهولته هر څه موږ په لوی لاس قرباني کړي دي.
ځینې رسمونه او رواجونه شاید د ټولنې په ګټه او خیر وي، خو ځینې بیا د ټولنې په تاوان تمامېدای سي.
شاید ستاسي په زړه کې اول همدا د ولور خبره را وګرځي، چي لوړ دی.
دوهم دا چي په خپله خوښه واده نه کوو.
دریم دا چې یوه انجلۍ د بلې انجلۍ په مقابل کې ورکوو، یعنې (مُخۍ).
څلورم دا چې ځوانه انجلۍ سپن ږیري یا د پاخه عمر سړي ته په نکاح ور کوو، او داسې نور…
دا هغه څه دي چې موږ په ژوندانه کې هره ورځه ور سره لاس او ګرېوان یو.
خو د اسلام د مبارک دین په چوکاټ کې بیا ډېر څه سته چې په تر سره کېدو یې د انجلۍ او هلک ژوند تر اخره د خوښۍ لوري ته بیایي.
خو په نننۍ ټولنه کې داسې ډېر څه سته چې په ور کړل سوی حق یې سترګي پوټوي، او وایي چې ښځه یوازې د کور مزدوره ده، او یا همد کور کارونه باید سرته ورسوي.
موږ اصلاً ښځې ته تر ډېره ارزښت نه ور کوو، دخبرو څخه یې را نیولې بیا د کور تر کارو یې هر څه پر پسخند را اړه وو، او خبرې یې دکوچنیانو په څېر راته ښکاري.
همدا ښځه ده چي ستا عزت او ابرو پرې خوندي ده، او د خیال هسکه شمله دي ده.
خو که خبره د عزت او ابرو سي، بیا یې په ننګ تر سر او مال هم تېر یو.
نو بیا ولې؟ پر یوه کوچنۍ خبره، یاهم پر یوه کوچني کار باندې خبره تر وهلو ډبولو او طلاقه پورې ورسېږي؟
همدا چې موږ او تاسې ټول مسلمانان یو، د همدې اسلام مبارک دين او د اسلام په چوکاټ کې ورته ځانګړي حقوق ور کړي دي.
خو پر دې هر څه سر بېره چي ښه پوهېږو بیا هم یې موږ حقوق تر پښو لاندې کړي دي، او شرین ژوند مو ورته سور انګار ګر ځولی دی.
ښځه، هغه معصومه څهره چې د خاوند پر یوه ترخه خبره یې ستونی وچ وي، یوه ګوله ډوډۍ او اوبه یې د زهرو په څېر تر ستوني کښتهکېږي، تر هغو په بې وسۍ او بې صبرۍ د خاوند سترګو ته ګوري چي دخاوند په څهره کې یې د مُسکا څرک نه وي لیدلی،
خو پر دې هر څه سر بېره ځیني کسان بیا خپله د زړه ټوټه، هغه څوک چې دده ښاغلي نیم ایمان ور سره بشپړ سوی دی، د یوې سويډوډۍ، د دېګ د مالګي د ډېرېدو پر سر، یاهم پر یوه کوچنۍ خبره د مرګ تر پولو وهي او ډبه وي بې، ښکنځل او پوچ رد به ورته وایي، انله کوره بې هم باسي.
اخر هغه هم یو بشر دی، د کور له کارونو رانیولې بیا د بچیانو او خاوند تر خدمته هر څه ور دغاړي وي.
نو هتمن به خطا او سوه ځینې کیږي.
نو همېش په یاد لرئ!
چې ښځه تر هر چا ډېره مهره بانه، زړه یې د کینې او بغض څخه پاک وي، په یوه کوچنۍ خبره بېرته خوشحاله اوخوله یې له مسکا ډکه وي.
خو همدا ښځه ده چي ستا سره یې د ژوند تر اخره د یو ځای کېدو تړون کړی دی، همدغه سي یې باید ته هم خیال وساتې، څنګه چي داستا خیال ساتي.
همدا ښځه ده چې پر زړونو باچاهي کوي.
نو لطفاً یو بل ته مینه ورکړئ، د یو بل تر څنګ ښه په خوښۍ د ژوند پاتې برخې تېري کړئ.
ژوند ښکلی دی.