ژوند چې څنګه دى هماغسې يې ومنئ!

په دې نړۍ کې راحت نشته هغه ژوند چې تيروې يې له ستونزو ډک دى؛ ځکه چې نه د خپل د خوښې ملګرى پيدا کولاى شې؛ نه کور په هر څه کې به د ناخوښۍ احساس کاندي. د دنيوي ژوند په لذتونو کې خړپړتيا ده؛ لنګر يې زيات دى؛ څيره يې تروه او طبيعت يې په بيلابيلو رنګونو کې ګډ دى! دلته انسان له ډول ډول پيښو سره لاس او ګرېوان کېڔي. خاوند دى که ميرمن؛ زوى دى او که پلار؛ کور دى او که د کار ځاى؛ هر چېرته خړوالى شته.
الله تعالى په دې نړۍ کې دواړه خير او شر ايښي دي؛ په اخيرت کې يې د خير ښه پايله؛ صلاح او سرور يې په جنت کې راټول کړي دي؛ برعکس شر او غمونه يې دوزخ ته ورټول کړي دي. په يو حديٿ کې رازي چې:
عن أبي هريرة -رضي الله عنه- قال: سمعت رسول الله -صلى الله عليه وسلم- يقول: «ألا إن الدنيا مَلعُونة، مَلعُونٌ ما فيها، إلا ذكرَ الله تعالى، وما وَالاهُ، وعالما ومُتَعَلِّمَا”
ژباړه يې داده چې په دې نړۍ کې چې څه دي له مخې لعنتي دي؛ خو هغه چې د الله تعالى تعليم او تعلم بوخت دي. څه چې لري شکر پري وباسه نيک اعمال ترسره کوه؛ د خلکو سره مينه او محبت کانده کرکه او تاوتريخوالى مه خپروه د نورو سره مرسته کانده؛ اسلام دوستي او وطن دوستي کړه هله به د ژوند په خوند پوه شي او ژوند چې دي څرنګ دى هماغسې يې ومنه.
مينه ❤ او مننه…

Scroll to Top