څنګه کولای شو چې مطالعې سره ځان عادت کړو؟/ فضل شینواری

مطالعه د انسان په پوهې، ځيرکتيا ،کاميابۍ او شخصيت  په ودې کې کليدي رول لوبوي ولې ؟ ځينې خلک او په ځانګړي ډول ځوانان اوپېغلې په مطالعه کولو کې ستونزې لري او شکايت کوي چې پر مطالعه نه عادت کيږي.

ما يې دلته درې لنډې حل لارې وړاندې کړي:

لومړۍ:   ورځني ژوند تېرولو لپاره يو مهالوېش جوړ کړئ او په مهالوېش که د هر يو کار ترسره کولو لپاره وخت مالوم کړئ .

مثال :تاسې په مهالوېش که د سهار له لمانځه وروسته د قران کريم تلاوت  لپاره اندازه وټاکئ هغه اندازه که يوه سپاره وي او که رکوع.

د مطالعې لپاره هم عینې  وخت او اندازه وټاکئ .

دوهم : له هغه چا سره ناسته پاسته زياته کړئ چې کتابونه لولي ممکن د هغه له خبرو او له معلوماتو متاثره شې او اړ شې چې مطالعې تهمخه کړې.

درېيم : په اوونۍ يا مياشت کې خامخا کتابتون ته لاړشئ او د خپل ذوق اړوند کتابونه ولټوئ او داسې کتاب غوره کړئ چې حجم اندازهيې کمه وي.

څلورم : په لومړيو کې د لنډو کیسو او یا هم داسې ناول ولولئ چې تاسې د کتاب نوم زړه راښکوونکی وي او تاسې ورته تلوسۍ پیدا شيچې په مېنځ کې به يې څه پراته وي؟

پنځم: د مطالعې لپاره داسې چاپیریال انتخاب کړئ چې تاسو ته په زړه پورې وي ، ارامه وي ګڼه ګوڼه نه وي او ذهني ډول سکون کېیاست له مطالعې  وروسته ځان ارزیابي کړئ چې څه مو زده کړل ؟ خامخا به درکې مثبت تغیر راغلی وي او یو ښه احساس به کوئ چېدغه چاره به دې مطالعې سره علاقه زیاته کړي.

Scroll to Top