پوهه / ویس خان

پوهه د پیژندنې یوه بڼه ده. دا اکثراً د حقایقو د پوهاوي یا د عملي مهارتونو په توګه پیژندل کیږي، د پوهې څخه تعریف په انسانانو کېمتفاوت دی هر انسان د هغه د فکر په پڼه پوهه تعریف وي. خو په اصل کې پوهه په دوه ډوله ده

لومړی:هغه پوهه چې انسان ته ژوند کول ور زدکوي.

دوهم: هغه پوه ترڅو انسان وهڅوې چې ژوند جوړ کړي.

ستاسو به پام شوی وي تاسو ته نږدي کسان ښایې د مساټری او دوکتورا په کچه تحصیلي اسناد ولري او تحصیل یې کړی وي خو ددوی ژوند په نارمل حالت باندي روان دی یا هم په ډیر بد حالت کې دی که هغه له مادي یا معنوي اړخه وي.

له دې مالومیږي چې دوی د هغه کسانو له ډلې دي کوم چې پوهه لاسته راوړي تر څو ژوند وکړي تر ډیره بریده دا د بایلونکي کسانو په ډلهکې حسابیږي. په اصل کې پوهه هغه ده ترڅو د یو انسان په کرکټر یا شخصیت کې د پام وړ مثبت تغیرونه راولي. زموږ ذهن د یوېکرونډی په څیر دی کله چې پوهه لاسته راوړو دا کرونده قلبه، نرمه او اوبه کیږي خو نور کار موږ پورې اړه لرې چې باید په دې کرونده کېڅه وکرو او څومره حاصلات سره له یوې ښې ګټې ولرو. د پوهې پر واسطه نن هغه کسان چې خلکو به لټ او ګول بلل نن په خپل مسلککې بریالۍ څهرې بلل کیږي همدغه بریالیو څهرو په ډیر کمه پوهه باندي د ځآن لپار حتا د نوی نسل یا ښایې د یوۍ پیړي لپاره خدمت وکړاو ځان یې وځلولو.

زموږ ستر لارښود او رهبر محمد مصطفٰی (ص) ته الله متعال پوهه ورکړه او قرآن عظیم شان یې پرې نازل کړ، او په همغه پوهه یې لومړیپه خپل ځان کې مثبت تغیر راوست او بیایې ژوند جوړ کړ چې نن تر ټولو پرنفوس شخص بلل کیږي او د هغه مبارک سیرت یو مثال بللکیږي.

پوهه یو بحر دی، هغه انسان پوه دی چې کله ووایې زه په کافي اندازه پو نه یم او لا د پوهې د لاسته راوړلو هلې ځلې کوي.

Scroll to Top