ناکامي کولای شي چې لوی اتل مو ونوموي، خو که اجازه مو ورنه کړه او ژر تسلیم شوی نو د یاد پېښه به مو پاتې شي او تل به د دېارمان کوی چې کاش تسلیم شوی نه وی.
دا چې ولې؟ ځکه چې ناکامي مو حکمت او بالغیت ته وده ورکوي. امریکایی ډرامه لیکونکی ولیم سرویان د دې مسئلې په اړه وایي:«اتلانهغه خلک دي، چې د ناکامۍ له لارې حکمت ته راغلي دي. ځکه موږ له بریا څخه د ناکامۍ په نسبت ډېر لږ حکمت ترلاسه کوو.»
لکه څنګه چې نړۍ په خورا ګړندۍ کچه بدلېدو ته دوام ورکوي، د انعطاف پذیرۍ سره پوخوالۍ ورځ تر بلې مهم کېږي، چې دا ځانګړتیاوېد جوى حالاتو په واسطه د شيانو په خصوصياتو كې د بدلون څخه لاسته راځي.
د هارورډ پوهنتون سوداګرۍ برخې پروفیسور جان کوټر وايي:«که شل کاله مخکې مو د یوې اجرایوي ډلې لپاره رهبر ټاکه او داسېشخص مو ورته معرفي کړی وی، چې زیاتې ناکامۍ یې لیدلې وی، نو هېچا به رایه نه وه ورکړې.
خو که دوه دېرش کاله وروسته څوک رهبر جوړېږي، لومړیتوب به د هغه چا وي، چا چې تر ټولو لویې او ډېرې ناکامۍ تجربه کړې وي.»
ځکه مخکښ او اتلان هغه څوک دي چې بلوغ او پوخ والي یې له ناکامیو سرچېنه اخیستې وي. پس د ناکامۍ په اړه احساسات مه وژنئاو هغه ستونزې چې موږ ورسره مخ یو، زموږ د زړونو راتلونکو ستونزو لپاره چمتو کوي.