په کوېټ کې اورلګېدنه؛ ۴۳ تنه وژل شوي، لسګونه نور ټپیان دي

د کوېټ د منګاف ښار د استوګنې په یوه ودانۍ کې د اورلګېدنې له امله ۴۳ تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

 

چارواکي وایي اور نن چهارشنبه سهار وختي د یوې شپږپوړیزې ودانۍ په پخلنځي کې لګېدلی او نورو برخو ته خپور شوی دی.

 

امنیتي چارواکو رسنیو ته ویلي اور په هغه ودانۍ کې لګېدلی چې ډېر مزدوران په کې اوسېدل، که څه هم د ژغورنې عملیاتو کې ډېر کسان ژغورل شوي، خو بیا هم تلفات د پام وړ دي.

 

د کوېټ د کورنیو چارو وزیر شیخ فهد الیوسف دا پېښه «ناورین» بللی دی.

 

Scroll to Top