په کاري مرکه «انټرویو» کې څنګه بریالي شوو؟  

هغه تاثیر چې تاسو یې د مرکې په وخت کې په مرکه کوونکې باندې شیندئ ممکن ستاسو د پوهې او علمي سویې څخه ډېر لوړ وي، د دندې لپاره د کېدونکې مرکې په وخت ستاسو مزاج، چلند، بنسټیز ټولنیز مهارتونه، او د خبرو کولو وړتیا ستاسو د تجربې او زده کړې سره  یو ځای ارزول کیږي؛ نو که تاسې د بریا په لټه کې یاست هڅه وکړئ له هرې مرکې وړاندې لاندې ټوکو ته پوره پام وکړئ، دا به تاسې سره په یوه بریالۍ مرکه کې بشپړه مرسته وکړي او د بریا چانس به مو لا پسې زیات شي.

لومړی: د مرکې وخت ته پام وکړئ:

دا په دې معنی؛ چې تاسې باید د مرکې د وخت څخه ۱۰ یا ۱۵ دقیقې وړاندې حاضر شئ او د مرکې ځای ته ځان ورسوئ، ځکه اکثره وختونه مرکه کوونکي له مرکې څخه وړاندې چمتوو وي.

دوهم: د مرکه کوونکي نوم او په سم ډول تلفُظ کول زده کړئ:

د مرکې په جریان کې د مرکه کوونکي نوم واخلئ که چیرته مو نوم نه وو زده؛ نو له مرکې وړاندې هڅه وکړئ؛ چې له سکرتر څخه د هغه د نوم په اړه پوښتنه وکړئ او د مرکه کوونکي نوم زده کړئ، همدارنګه د سکرتر نوم هم زده کړئ، ممکن تاسې د نتیجې اړوند له سکرتر سره تماس ونیسئ؛ نو دا یوه تاثیر کوونکې لار کېدای شي.

دریم: له مرکې څخه وړاندې له ځان سره ځینې پوښتنې ولرئ او اماده اوسئ:

له مرکې څه وړاندې د دندې، ادارې او یا هم سازمان اړوند د پوښتنو یو لیست چمتو کړئ دا د دې ښکاروندوي کوي؛ چې تاسو خپله څېړنه کړې او غواړئ د سازمان او موقعیت په اړه نور معلومات ترلاسه کړئ.

څلورم: د خپلې پېژندپاڼې یو څو کاپیان له ځان سره راوړئ:

د خپلې پېژندپاڼې د کاپي تر څنګ ترانسکریپ او نور اړین تحصیلي اسناد له ځان سره په منظم شکل په یوه دوسیه کې له ځان سره ولرئ.

پينځم: یو ښه قلم او یوه کوچنۍ د یادښت کتابچه له ځان سره ولرئ:

خو په یاد مو وي؛ چې د مرکې په جریان کې په کتابچه کې لیکل و نه کړئ، له مرکې وروسته د مرکې ټولې هغه برخې چې تاسې ته مهمې او په زړه پورې ښکاره شوې وي له ځان سره په کتابچه کې نوټ کړئ، همدارنګه د مرکې هغه نُقطې هم له ځان سره نوټ کړئ چې ستاسې د مرکې منفي او یا مُثبتې نُقطې دي.

شپږم: مرکه کوونکې ته په لاس ورکولو او موسکا سره ښه راغلاست ووایئ:

کله چې تاسې د مرکه کوونکي سره مخامخ کېږئ؛ نو هڅه وکړئ په مسکاء سره ورسره مخامخ شئ او د لاس په ورکولو سره ورسره ستړي مشي وکړئ همدارنګه  د سترګو تماس ساتل په یاد ولرئ (کوم چې د ښکته کیدو معنی نلري).

اووم: د اړیکوو د پراختیا په موخه د یو څه وخت لپاره د مرکې په ځای کې تم شئ:

په خپل ځای کې آرام اوسئ، له ډېرو ښوځېدو څخه ځان وساتئ او مرکه کوونکی تغقیب کړئ.

اتم: که راحت نه یاست مه شرمېږئ:

ممکن دا ستاسې لومړئ او یا هم دوهم ځل وي؛ چې د دندې لپاره مرکه ترسره کوئ؛ نو هیله ده؛ چې راخت واوسئ ځکه کله چې تاسې تجربه تر لاسه کوئ؛ نو هغومره راحت کېږئ.

نهم: تمرکز:

په خپلو ځانګړتیاوو، مهارتونو او زده کړو تمرکز وکړئ، د تجربې د نشتوالي لپاره مه مایوسه کېږئ، د خپلو وړتیاوو په اړه وغږېږئ او دا واضیح کړئ؛ چې تاسې د سازمان یا ادارې لپاره څه کولی شئ.

لسم: حقیقت ویونکی واوسئ:

د مرکې پر مهال هغه څه چې رښتیا وي ووایاست، د خپلو تجربو، زده کړو او پوهې اړوند ستاسې دروغ او مبالغه ممکن وروسته تاسې وځوروي.

یوولسم: غوږ ونیسئ:

ډاډ ترلاسه کړئ؛ چې تاسو په پوښتنې پوهیږئ، که نه د وضاحت غوښتنه یې وکړئ یا په خپلو الفاظو کې یې بیا تکرار کړئ،  په بشپړ او لنډ ډول ځواب ورکړئ او د مرکه کوونکي په پوښتنو کې مه ور غورځېږئ.

دولسم: هېڅکله استاد، ملګري، کارمند، تېرې ادارې او یا خپل پوهنتون ته سپکاوی مه کوئ:

وفاداري د ګمارونکي په لیست کې لوړه درجه لري.

دیارلسم: خپل ځان وګورئ:

کارمندان د هغه نوماندانو سره علاقه لري؛ چې کولی شي خپل ځان په سمه توګه څرګند کړي، حتی که تاسو ډېر ورو ورو مخ ته لاړ شئ او ځان سم ثابت کړئ؛ خو په یاد ولرئ دې برخه کې دقت ډېر اړین دی.

څوارلسم: د شخصي پوښتنو لپاره اماده اوسئ:

ځینې مرکه کوونکي ممکن و نه پوهېږي؛ چې کوم پوښتنې وکړي او کومې پوښتنې و نه کړي، اټکل وکړئ چې تاسو به دا ډول پوښتنې پرته له دې چې خپله هوښیارتیا له لاسه ورکړئ اداره کړئ.

پینځلسم: مرکه کوونکي ته تم شئ چې د تنخوا او امتیازاتو په اړه ووايي:

د معاشونو د کچې د څیړلو لپاره د معاشونو سروې او معلومات د کیریر په کتابتون کې د کیریر خدماتو ویب پاڼې ته مراجعه وکړئ.

شپاړلسم: په لومړۍ مرکه کې د دندې وړاندیز تمه مه کوئ:

ډیری وختونه به تاسو ته د دوهمې یا  دریمې مرکې بلنه درکړل شي مخکې له دې چې وړاندیز څو اونۍ وروسته ترسره شي.

اوولسم: په یوې مثبتې لیوالتیا سره مرکه وتړئ:

پوښتنه وکړئ چې راتلونکی ګام به څه وي، د مرکه کونکي څخه د هغه د وخت لپاره مننه وکړئ او په دنده کې خپله علاقه څرګنده کړئ، په چټکۍ او په مهربانۍ سره د لاسونو په ورکولو او موسکا سره د مرکې ځای پرېږدئ.

اتلسم: هیڅ مرکه بشپړه نه ده تر هغې؛ چې تاسې مننه څرګنډه نه کړئ:

د مرکې لپاره خپله ستاینه څرګنده کړئ او که خپله علاقمندي وښایاست، دا وروستی ګام کولی شي توپیر رامنځته کړي، دا مه هېروئ.

 

Scroll to Top