په هر مذهب او فرهنګ کې مختلف روايات وي لکه په هندو مذهب کې چې د کومې ښځې میړه مړ شي، نو سپينه ساړي په تن کوي که داسې ونه کړي دا بدشګوني (بدمرغي) ګڼل کېږي.
همدارنګه په چین کې هم ځینې روايات شته. په چین کې اکثره وخت انجونې جامني ګل یا سپین ګل ږدي، آیا تاسو پوهیږئ چې د دې تر شا څه علت دی؟
کله چې مو په چین کې د کومې جلۍ په لاس یا ويښتو کې سپین ګل وليدو، نو په دې پوه شئ چې مور او پلار یې اوس نشته او هغه یتیمه ده.
چین کې انجونې سپین ګل ولې ږدي او داسې ولې ضرور دی؟
په چین کې هم سپین رنګ د مرګ نښه ده او دا د ډیرو آسيايي ثقافتونو یو ګډ رواج دی. سپین ګل ايښودل اصلاً د لرغوني چین روايات برخه ده. په چین کې چې د کومې جلۍ مور او پلار مړه وي یا په دوی کې یو نه وي نو سپین ګل ږدي چې خلک پوه شي چې مور او پلار یې اوس په دې نړۍ کې نشته او همدردي ورسره وکړي. چین کې دا روایت پوره کول ضروري دي ځکه چا د د هغوي فرهنګ میراثي برخه ده او خلاف یې کول بد ګڼل کېږي.
او چین کې انجونې جامني (روښانه ارغواني) ګل ولې ږدي؟
که د جامني رنګ د ګل خبره وکړو نو دا هم د هغوي د فرهنګ برخه ده او د دې مطلب دا دی چې ښځې خپل ميړه له لاسه ورکړی یا یې ماشوم مړ شوی دی.