په ځان باندې باور په انګریزي ژبه کې ورته Self-Confidence ويل کيږي او په ځان باور پالنه او په اړه یې څېړنه د ډېرو ځیرکو اوبریالیو کسانو ځانګړنې او عادت دئ
له بده مرغه نن سبا زمونږ په ټولنه او ځوانانو کې غټه ستونزه په خپل ځان د باور نه شتون دئ ،تنکي او ګلالي ځوانان خو دداسې وړتیاوواو ځانګېړنو خاوندان دي چې د نړۍ په کچه داسې کسان د ګوتو په شمار پیدا کیږي؛ مګر زمونږ په ټولنه کې د هڅونې، ارزښت او تقدیرنشتون ټول ځوانان د په ځان باور نه درلودلو سره مخامخ او د دوی د پرمختګ خنډ ګرځېدلی دئ
په ځان باندې د باور نه شتون نه تنها په تنکیو ځوانانو او د ښوونځي شاګردان(متعلمينو) کې؛ بلکې د پوهنتون تر زده کړیالانو او آن پهټولنه کې مو عام خلک ددې ستونزې سره مخامخ دي
ښه بېلګه یې: زمونږ په ټولنه کې د ښوونځي يو تنکی زده کوونکی ددې جرأت نه لري چې په صنف کې د خپلو ټولګیوالو او معلم پر وړاندېد تختې په سر خبرې وکړي او یا خپل نظر او غوښتنه وړاندې کړي.
کله چې له یوه زده کوونکي څخه معلم ډېر ساده او آسانه پوښتنه هم پوښتي خواره کی خپل ځان له لاسه ورکوي او زده شیان ترې هېر،رنګ یې د سپین ګچ په شان،لاس او پښې یې داسې په لړزه شي چې ګواکي د پانسي(اعدام) کولو پرېکړه یې شوې ده.
په ځان د باور پیدا کولو لپاره لس غوره لارې!
۱– تل الله ج یاد کړئ او د هغه په خلقت او قدرت باور ولرئ
الله ﷻ ډېر لوی ذات ددې نړۍ څښتن او لوی قدرت دئ،
په ورځني ژوند او د چارو په مخته وړلو کې تل د لوی رب قدرت او لویوالی تمرین کړئ
هغه رب چې دا لوی آسمانونه یې بې له ستنو د نړۍ په بام درلوي ،دومره لوی لوی غرونه او ځکمه یې پیدا کړې چې مونږ په اړه په فکرکړلو کې عاجز یو؛ زما ستونزې به حل نشي کړي؟ ما به دڅنګه د ژوند په کړاوونو او ناخوالو کې یواځې پریږدي؟ ما به د ژوند له رنځخلاص نشي کړی؟ نه! د ژوند په ټولو چارو کې مې توکل تل په الله او حرکت کړم زه به هرومرو بریالی کېږم.، الله ﷻ تل،هرځای او هرهشېبه له مونږ سره دئ
۲– ځیرک اوسئ ؛تل خپل فکر کنټرول کړئ!
په هوښيارۍ سره ژوند وکړئ ،تل خپل افکار کنټرول کړئ؛ په ځیرکتیا ژوند کړل او د خپلو اندېښنو کنټرول مونږ ته د خپل ژوند د پرمختګکلۍ په خپل واک کې راکوي.
هڅه وکړئ په خپل ژوند کې هوښيارانه ګام پورته او ډاډمنې پرېکړې وکړئ , له خبرو مخکې فکر او په ګام اخستلو کې محتاط اوسئ
۳– د تېر ژوند ټول ښه خاطرات نوټ او ولیکئ!
د ښه ژوند ښې خاطرې په دېوال کې د پاخه تهداب په شان دي؛ څومره چې د یوه دېوال تهداب هغومره دېوال کلک او پوخ ولاړ وي.
تېر ښه خاطرات تاسې هڅوي،ښه یادونه مسکا درکوي، تل له خپل ځانه سره ښه احساس لرې. د هر انسان د ژوند ټولګه له ډېرو غمجنو،وینو،ماتیو او بل خوا له ډېرو خوښو، نېکمرغو او خوږو خاطرو ډکه ده ، په ژوند کې تل خپلې ښې خاطرې په یاد وساتئ ، د هغو کسانوقدر وکړئ چې تل یې ښې خاطرې درته پرېښې دي، ښه ملګري او ښې خاطرې ستاسې د باور قوه زیاتوي.
۴– تر هر څه ډېره له خپل ځان سره مینه وکړئ!
له ځان سره مینه د نړۍ سره مینه ده ، د خپل ځان سره مینه ستاسې د نوښت ویالې په حرکت او د هڅې په رګونو کې مو وینې ته حرکتاو سرعت ورکوي، تاسې یې چې له ځان سره مینه او په ځان باور کړئ؛ ځانته ډېرې لویې ناشونې شونې کوئ
۵– د خپلو کړنو او مسئوولیتونو مدیریت پخپله وکړئ!
تل مسوؤليت منونکي اوسئ او خپل مسؤليتونه په ډير ښه توګه سرته ورسوئ, د ژوند په هره چاره کې مسؤليت منل او د کړنو په ښه توګهسرته رسول ستاسې د کاري چاپیریال له مسئوولیتونو سره ستاسې مینه زیاتوي.
۶– خپل ځانته ډېر پام وکړئ او ظاهري څهره مو پاکه وساتئ!
د نظافت او پاکۍ په اړه رسول الله ﷺ فرمايي : « الطُّهُورُ شَطْرُ الإِيمَانِ » ژباړه: نظافت د ايمان جز دئ , په ورځني ژوند کې خپل ظاهرته پاملرنه زمونږ د په ځان باورل درلودلو کچه لوړوي لو د نورو توجه ځانته جلب کولای شو. حتمي نده! چې تاسې تل نوې جامې واغوندئاو یا اصراف وکړئ؛ بلکه مهمه پاکې ده چې بايد پاک اوسئ, خوشبويي استعمال کړي
۷– په شونډو مسکا ولرئ او وساتئ!
مسکا د ماتو او ځورېدلو زړنو لپاره ښه پټۍ ده،
موسکا کولاي شي ډير څيزونه له مينځه يوسه لکه :خفګان,غصه,سټرس او نور..
موسکا صدقه جاریه ده! په دې اړه ناول لیکونکي یوه عجیبه خاطره لیکي: «يو کس ځان وژنه کړې وو او ځان يې له پل څخه اوبو ته خطاکړی وو مړ وو؛ کله چې خلکو وروسته له ډېرو هڅو او ستړو پيدا کړ او له اوبه یې راوکیښ دده په جیب کې یو کاغذ پیدا شو، کله چې خلکوهغه خلاص کړ؛په کاغذ کې لیکلي وو(زه د یوې مسکا او خندا په آرمان مړ شوم؛ که چېرته یو چا مسکا راته کړې وای او خندلي یې وای مابه هېڅکله ځان وژنه نه وه کړې.
۸– خپله علمي کچه لوړه او مطاله وکړئ!
خپل ځان په زده کړه او مطالعه روږدی کړئ، د ژوند او چارو په هر اړخ کې خپل پوهاوی لوړ کړئ او د هغه شیانو په اړه پوره مطالعه اوڅېړنه او مطالعه وکړئ چې په ورځني ژوند کې ورسره ښکېل یاست. کتاب د ژوند ښه ملګری دئ او تاسې ډېرو لوړو ځايونو ته رسوي؛کتاب دې هېڅکله يواځې نه پریږدي
۹– ورزش او تفرېح ته ځانګړی وخت ورکړئ!
سپورت او ورزش کول انسان ته ډېر ګټور دي او انسان له ډيرو بدمرغه نارغیو څخه ژغوري. د ورزش،چکر او د ملګرو یا ټولګیوالو سرهتفرېح ته د تللو لپاره منظم پلان او ځانګړی وخت وټاکئ
۱۰– د الله ج له نعمتونو څخه خوند واخلئ!
الله تعالی مونږ او تاسې ته ډېر زيات نعمتونه راکړي دي چې ان شمېرل یې ناشوني دي، هر لوري ته چې نظر وکړو د الله تعالي نعمتشته , تر ټولو لوی نعمت يې دا ده چې موږ يې مسلمان پيدا کړي يو (الحمدالله)بايد په دې تل شکر کوونکي پاتې شو.