مطالعه کول د هر انسان روحي او عاطفي اړتیا کڼل کیږي او د بیلابیلو موضوعاتو په اړه د هر انسان په ژوند کې ډیر اړین رول لوبويځکه؛ مطالعه د انسان ذهن، درك او پوهاوي ته ډېر زیات پرمختګ ورکوي
ښه مطالعه کول د انسان لپاره د پرمختګ ډول ډول لارې ښیي، هغه انسان چې په خپل ژوند کې تل د ډول، ډول، موضوعاتو په اړه مطالعهاو پلټنه کوي په خپل ژوند کې ډیرې هیلې او موخې لري دوی په ورځني ژوند کې تر نوره ډېره هڅه او زیار باسي.
کوم کسان چې د مطالعې او له مطالعې څخه د درک وړتیا او استعداد ولري په ژوند کې ډیر نیکمرغه انسانان دی؛ ځکه نیکمرغي دانسان د ژوند روښنایی او ځلا ده او مطالعه د انسان ژوند ته ښکلا او لاروښنایې وربښي.
كه انسان غواړي چې ژوند يې تل نیکمرغه، خوشحاله، روښانه، ځلانده، ودانه، وي نو باید تل خپل ژوند کې مطالعې ته معین او ځانګړیوخت ورکړي.
تر څو په ژوند کې د خپلې خوښې مقام او لوړو موخو ته ورسیږي.
مطالعه د انسان په ژوند کې یو ځانګړی او د پرمختګ بدلون راولي؛ كه غواړئ چې په مطالعه روږدي او د خپل ژوند ورځنۍ دنده ، خپلعادت او کسب کار وګرځوی لاندې تګ لارې په سم ډول په ډیر دقت او زیار ؛ اوپه ډیر منظم ډول او ښه هڅې سره په خپل ژوند کېوکاروئ .
1– څنګه مطالعه وکړو؟
د ځینو کسانو په ذهن کې سوال پیدا کیږي :كله چې مطالعه کوم یا هم درس وایم فکر کوم چې د خپلې مطالعې او درس څخه هیڅ هم نشمجذب، او زده کولۍ؟
نوموړو کسانو ته په کار ده چې د مطالعې لپاره ځانګړی وخت، منظم پلان او د خپلې خوښې د مطالعې دریځ پیدا کړي
پرته له استرس او فکري ګډودئ مطالعه پیل کړئ!
د مطالعې په وخت کې فکري آرامتیا او پرته له استرس ځان راحت احساس کول د مطالعې په وخت کې د جذب او پوهاوي ترلاسه کولو قوېته قدرت ورکوي تاسې کولای شئ په آسانۍ سره له مطالعې خوند واخلئ
د مطالعې په وخت کې خپل فکر راټول کړئ!
ښه او ګټوره مطالعه هغه ده چې مطالعه کوونکی صرف د خپلې مطالعې او موضوع په اړه فکر وکړي ؛ او کوښښ وکړي تر څو د مطالعېپه وخت کې د نورو موضوعاتو ، حالاتو، په اړه فکرونه او سوچونه ونه کړي ځکه؛ همدا لامل کیږي چې مغز یې ګدوډ شي او هغه څه چېغواړي مطالعه یې کړي نو په سمه توګه نشي کولای موضوع درک او ښه پرې پوه شي او مطالعه کوونکي ته مطالعه په زړه پورې اوخوندوره نه وي او ډیر ژر ورڅخه سټری کیږي
مطالعې ته ښکلا وبښئ!
خپلې مطالعې ته یو ځانګړي ښکلا وربښل؛ د مثال په توګه یو ځانګړی وخت وي لکه؛ د واووري شپه ، باراني شپه، یا هم هغه څه چېتاسې ته په ژوند کې ځانګړی ارزښت ولري.دا ځانګړتیا او جذابیت په مطالعه کې ډیر اړین رول لوبوي چې هم مطالعه او هم هغه خاطره یاهم هغه وخت موږ ته رایادوي ؛ او په دي کې ډیر زیات خوند او لذت دئ چې هم یو په زړه پوري خاطره پاتې شي او هم يوه زړهراښکوونکې مطالعه ولري په مطالعه کې یو ځانګړې، ښکلا، رنګ، جذابیت، رامنځته کوي.
په خلاصه فضآ کې مطالعه وکړئ!
کله چې مطالعه کوئ د مطالعې له ځایه باید نور ځایونه هم د لیدلو وړ وي داسې ځای نه وي چې بند ، قید، او هیڅ ځای ور څخه د لیدلووړ نه وي نو داسې د مطالعې مکان ډیر سټری کوونکی او بې خونده وي تاسې باید حداقل داسې ځای ولری چې مطالعه کوونکی د وقفېاو دمې په وخت کې هغې ته وګوري او خوند ترې واخلي وقفه او دمه کول په مطالعه کې ډیره اړینه ونډه لري د مطالعه کوونکې د سټریاڅخه مخنیوی کوي او مطالعه ورته جذابه او په زړه پوري کوي.
د خپلې خوښې کتابونه مطالعه کړئ! ښه او ګټوره مطالعه هغه ده چې د زړه له کومې او د خپلي خوښې په څانګه کې مطالعه وکړئ
2– څه باید مطالعه کړو؟
دوهم اړین ټکی چې هغه کسان چې غواړي مطالعه یې د خپل ژوند برخه ، او کسب و کار وګرځوي دا ده :چې ( څه باید مطالعه کړم ) جمله دا په پام کې ونیسي؛ او باید په دې باندې پوره پوهه ولري .چې څه باید مطالعه کړم ؟ د کومو موضوعاتو په اړه باید دقت او ښهپاملرنه وکړم؟ د مطالعې لپاره باید کوم کتابونه په پام کې ونیسم؟ زه د کومو موضوعاتو او کتابونو په مطالعه او پوهه کې ښه او ځانګړیاستعداد او وړتیا لرم؟ کوم موضوعات ماته ګټور دي؟ کوم کوم موضوعات زما په مطالعه او لیکنه کې جذابیت او ښکلا را منځته کوي ؟ کومموضوعات ماته اړین او ضروري دي ؟ د کومو موضوعاتو څخه پیل؛ او په کومو موضوعاتو یې پای ته ورسوم؟ په دي ډول چې مطالعه کول دخپل ژوند برخه وګرځوو او پرې روږدي شو مهمه او ضروري دا ده :
مطالعه موږ ته دا ځواک، وړتیا او استعداد را په برخه کوي چې د ژوند ټولې نیمګړتیاوې مو ډکې او په هر ډګر کې تل بریالي او سرلوړي اووسو.
په دي برخه کې مونږ باید داسې کتابونه او موضوعات انتخاب کړو چې د مطالعه کولو سره یی مینه ، علاقه مندي، او يو ځانګړی جذابیت،ارزښت، زموږ په ژوند کې ولري او د هغه موضوعات چې زموږ د ژوند ، مغز، ذهن، مخشوشتیا، ابهاماتو، ګډوډۍ، لامل کیږي د هغويڅخه په کلکه مخنیوی او ډډه وکړو تر څو مو خپل اړین او ارزښناکه وخت ضایع او تلف نه شي.
3– څنګه له کتاب سره مینه وکړو؟
د مطالعې دريم اړین او مهم ټکی : هغه کسان چې غواړي مطالعه د خپل ژوند مهمه او اړینه برخه وګرځوي او په مطالعه باندي روږديشي ددې ټکې ( څنګه د مطالعې سره مینه ، محبت ، علاقه مندي پیدا کړو تر څو مطالعه ورته په زړه پوري او خوندوره او یو ځانګړیارزښت ولري) په پام کې نیول دي
مطالعه کول یا لوستل د انسان مغز، پوهاوی، ذهن، ډیر پیاوړی کوي موږ ته دا ځواک ، وړتيا، استعداد، په برخه کوي چې خپل افکار،نظریات، پوهه، موخه، مقصد، او مطلب، په ډیره ښه توګه ویوونکو ته وړاندي ؛ او بیان کړو .د بیلابیلو موضوعاتو ، کتابونو، کیسو، مقالو،داستانونو، رومانونو، شعرونو، ناولونو، مطالعه کول زموږ پوهه پراخوي؛ او درک او د پوهاوي قوه مو پیاوړي کوي او فکر مو لا پرمختګ؛ اوروښانه کوي .
د ځینو کسانو په فکر او سوچ کې دا سوال تل ګرځي چې څنګه کولای شو چې د مطالعې سره مینه پیدا کړو؟
لومړۍ مهم او اړین ټکی؛ مخکې له دي چې په مطالعه کولو پیل وکړئ. باید دا ښه په پام کې ونیسي چې له کومو کتابونو،سره مینه اوځانګړي علاقه مندي؛او ښه استعداد په کې لری. لکه: دینې کتابونه، ساینسی، اجتماعې، تاریخې، طبې، معلوماتې،… او داسې نور
باید په لومړۍ پړوا کې د خپلې خوښې او د مینې، کتابونو په اړه ښه او ډیر معلومات او پوره پوهه ولری.تر څو زړه او ذهن ته مو د مینېاو علاقه مندی حس درکړي همدا حس لامل کیږی چې په مطالعه کولو یا لوستولو باندې پیل وکړئ او مطالعه کول یو ځانګړي او زړهراښوونکي حس رامنځته کوي دا لامل کیږي چې مطالعې سره مینه پیدا او محبت مو ورسره ورځ تر بلي زیاتیږي؛ او د ډول ډول کتابونو،لیکنو، … سره مو مينه او محبت پيدا كيږي په هغه څه کې چې مینه او محبت شتون لري په نړۍ کې تر ټولو او د هر څه څخه غوره اوځانګړی وي.
4– ښه مطالعه څنګه وکړو؟
څلورم او اړین ټکی چې مطالعه کوونکی یې په پام کې ونیسي.تر څو څنګه دا وړتیا پیدا کړي چې ښه مطالعه وکړي.
كله چې دا سرلیک ذکر کیږي نو ټول مطالعه کوونکي په دي فکر او سوچ کوي چې څه ډول او د کومو لارو او د کوم تګ لارو په پام کې نیولوسره کولای شی چې ښه، ګټوره، او په زړه پوري، مطالعه ولري؟
د ښه مطالعې لپاره څینې اړین او ضروري ټکي !
الف: ) لوستونکی ، زده کړیال ، متعلم، مطالعه کوونکی) هم بلبل کیږي دوی له ذوق، علاقه مندی، اړتیا، مسؤلیت، ښه درک او د خپليپوهې د پیاوړتیا او د فکر د پرمختګ لپاره مطالعه کوي نو دوی ته په کار ده چې لومړی د خپلې خوښې موضوعات پیدا کړي او ښه یی وپیژني او وروسته په مطالعې باندي پیل وکړي او خپله پوهه او زده کړي ته پیاوړتیا وروبښي؛ او د دي استعداد پیدا کړي چې هغه څه چېغواړي په ښه توګه یې ویوونکو ته وړاندي کړي.
ب: ) چاپیریال) په مطالعه کې ډیر مهم او اړین رول لوبوي، مطالعه په داسې یو چاپیریال کې تر سره شي چې د ښه آرامتيا، هوساينې،څخه برخمن وي، چې د زده کړیال یا د لوستوونکي په فکر او سوچ او دقت کې ګډوډي را منځته کوي په داسې چاپیریال کې هیڅکله بایدمطالعه تر سره نه شي .
ځکه چې دمطالعې په معنا، مفهوم، موخه ، مقصد ، باندي نه پوهیږي او خپله موخه د مطالعې څخه نشي اخیستلی.د محصل یا لوستونکېته د مطالعه کولو غوره او ښه چاپیریال پوهنتون یا هم کتابتون ګڼلۍ شو.
په داسې ځایونو کې د علم او پوهې اشخاص؛ او مطالعه کوونکې زیات وي . د هغوي په کتلو سره د محصل یا لوستوونکې په زړه کې دمطالعې سره یې ډیره مینه، شوق، او ذوق ، پیدا کیږي.نو هغوي کولای شي چې په ډیره ښه او منظمه توګه؛ په آرام چاپيریال کې د خپليخوښې کتاب، موضوع، مطالعه کړي او ډیر ترې خوند ؛ او ورته په زړه پوري وي.
ج: د مطالعې محتوا او مضمون ټاکل!
د مطالعې لپاره د محتوا انتخابول ډیر مهم او ضروري ټکی ګڼل کیږي. ځکه ځینې زده کړیالان په دې باندې په سم ډول پوهه نه لري چيباید څه انتخاب کړو، مونږ ته یې اړتیا او ضرورت څه دئ چې د هغوي نیګړتیاوي ډکې او پوره کړي؟ د محتوا انتخابول د مطالعې لپارهډیره اړینه لاره ده چې باید هر لوستوونکی په دې کې ډیر دقت او کوښښ وکړي چې داسې یو محتوا انتخاب کړي چې د هغې مطالعه کولورته ګټه ور او د وخت د ضایع کېدو څخه یې مخنیوی وکړي او په ورځنۍ ژوند او د موخې رسيدلو كې ورسره مرسته وکړي.
هغه کسان چې غواړي مطالعه کول ، لوستل ، د خپل ژوند اړینه برخه، کسب و کار، ورځنۍ مسؤلیت او دنده وګرځوي او تل په خپل ژوندکې مطالعه وکړي او په هغه باندې روږدي شي نو دا تګ لاري په ښه، سم، منظم ، او په ډیر دقت او پاملرني سره يې په خپل ژوند کې پهعملي بڼه مراعات او وکاروئ تر څو د مطالعې په خوند، ګټه، باندي پوه شئ او تل په ژوند کې بریالي او په هر ډګر کې اتل ؛ او د مطالعېڅخه ډیرې په زړه پورې او زړه راښوونکې پايلې تر لاسه كړئ.