بریا د ډېرو نعمتونو لرل دي، مثلاً ارامه ژوند، مناسب کور، رخصتۍ تېرول، سفرونه کول، نوې اسانتیاوې، مالي امنیت، بچو ته لا ډېرې اسانتیاوې ورکول اور نو…. . بری یعنې په ټولنه او کاري چاپېریال کې لويي او درناوی لرل. بریا یعنې خپلواکي، له اندېښنو، سرخوږیو او ماتو خلاصون. بریا یعنې ځانته درناوی او دا لیدل چې ژوند ورځ تر بلې ښایسته او خوندور کېږي. ژوند کې موږ هغو خلکو ته یو څه کولای شو چې موږ یې پر وړاندې مسئول یو.
بریا یعنې کامیابي او سرلوړي.
همدا بریا یا کامیابي د ژوند موخه ده.
هرانسان بریا او په نړۍ کې د امکان تر حده ښه شیان غواړي، هېڅوک د ژوند په منځنۍ کچه او ورو مزل خوښ نه دي. د توهین او سرټيټۍ احساس هېچا ته خوند نه ورکوي.
وایي: قوي باور غرونه خوځوي. دې خبره کې یو حکمت پروت دی او د انسان ژوند رغولای شي. که تاسې رښتیا باور او ایمان ولرئ چې غر خپله ځایه خوځولائ، نو په دې کار کې بریالي کېږئ. زیاتره خلک دا باور نه لري او له دې امله غرونه هم له ځایه نه شي خوځولای.
ځینې خلکو ته دا خبره هسې کم عقلتوب ښکاري چې غر ګني په دې خبره چې (غره له ځایه وخوځېږه!) له خپل ځایه خوځېږي.
دا ډول خلک بیا د باور او هیلې تر منځ توپیر نه شي کولای او د دوی خبره سمه ده، ځکه په هیلې موږ غر له ځایه نشو خوځولای. یوازې هیله مو نه د لوی شرکت مدیر کولای شي، نه لوی کور درکولای شي او نه مو عاید لوړولای شي، یوازې په هیلې د مشرۍ (رهبرۍ) مقام ته نشئ رسېدای.
خو باور (ایمان) غر له ځایه خوځولای شي، که تاسې باور ولرئ چې بریالې کېږئ، حتمن بریالي کېږئ.
د ایمان قوت کوډې نه دي نه او کوم راز دی.
ایمان یا باور داسې عمل کوي: (زه باور لرم چې دا کار کولای شم) که تاسې دا باور ولرئ چې یو کار کولای شئ، نو همدا باور د هغه کار لپاره لازمه انرژي او مهارت درکولای شي. که تاسې باور ولرئ چې یو کار کولای شئ نو د کېدو لارې چارې یې درته خپله پيدا کېږي.