پنسلي ژوند:که غواړئ پرمختګ وکړئ؛ ھم پنسل اوسئ ھم پنسل پاک / صفیه عارفي

خپلې تېروتنې په خپله پاکې کړئ؛ھم پنسل اوسئ ھم پنسل پاک،زه په دې باور یم چې د پنسل او ژوند تر منځ  یوه ټینګه اړیکه شتون لري.

د ښوونځي دورې لومړۍ ورځې ،د لیک او لوست سرہ د آشنایۍ شیبې به مو په یاد وي؛لومړنۍ کرښه به مو د کتابچې پر مخ په پنسلکش کړہ،د ټولې نړۍ زدہ کوونکي چې اوس یې ھر یو په لویو برخو کې مسئوولیتونه لري یا استازیتوب کوي د ھمدې پنسل په وسیله یې دخپلو زده کړو بهیر پیل او د روښانه ژوند د تھداب ډبره اېښې ده؛ ھغه که عام وگړي دي یا ھغه کسان دي د خپلې فکري بڼې په جوړښتسره د نړۍ نومیالي شخصیتونه دي حتمآ یې د زده کړو ژوند په دغه تور رنڰه او له لرګي څخه جوړ شوي پسنل سره پیل کړی دئ، چېخپل ژوند او د نورو ژوند ته یې د عبیر په څېر ښکلا او خوندورہ بویونه وربښلي دي.

د پنسل او زمونږد ژوند تر منځ یوه ډېرہ کلکه اړیکه شته؛زما په اند د انسانانو کرکټر باید د پنسل په څېر وي!

د ښوونځی په لومړي صنف کې لیک ځکه په پنسل پیلېږي تر څو زدہ کوونکي پر خپل ځان واکمن شي او خپل اشتباھات له سرہ جبرانکړي! انسانان هم همداسې یو عجیبه جوړښت لري تر څو چې اشتباہ ونکړي څه نشي زدہ کولی؛که چیرې اشتباہ کوي نو باید دجبرانولو امکان یې ھم وي! په یاد مې دي چې کله به مې په پنسل لیکنه وکړہ او خپلې غلطۍ ته به مې پام شو ورخطا کېدم به نه ځکه دپنسل خط مې پاکولای شو؛اوس مې زدہ کړل چې یو پوخ او رسیدلی انسان اشتباہ کوي او داسې یې له منځه وړي چې یوہ نښه یې ھمنه پرېږدي.انسان په سخت حالاتو کې جوړیږي؛کله چې پنسل تراش کړو ھمدومرہ تېز او د لیکلو لپارہ ښه آمادہ وي: د ژوندسختیو،غمونو او کړاوونو ته هم مه خفه کیږئ بلکې گټه ترې واخلئ!

څومرہ چې ځان د پنسل په شان تراشولو ته ورکړو ھمدومرہ د ژوند جوړولو او کار اخیستلو په برخه کې ګټورپاتې کیږو!

که غواړئ چې ځان جوړکړئ لومړې باید فکر وکړئ چې زہ څه او کومې نیمګړتیاوې لرم چې ھغه پورہ کړم او باید دا ومنئ چې ھېڅانسان ټوکماله ندئ؛ د برابرۍ قانون وایې : << ددې لپارہ چې یو شی تبدیل کړئ،لومړی یې ومنئ>> نو مونږ ته په کار دہ چې دا خبرهپه ځان ومنو چې مونږ نه ټولکماله یو او نه  پورہ یو!

انسان پخپله د جوړونې کان دئ،څومرہ چې پر خپل ځان کار وکړئ او خپل ځان د خزانو د کندو په څېر وکندۍ ډیرې خزانې به لاستهراوړئ؛دا د دنیا ښایست،پرمختگ،تکنالوژي،ډول ډول الکترونیکي وسایل دا ھر څه د انسان په وسیله جوړشوي دي، ھمدا انسان وو چېدا ھر څه یې جوړکړل.

یو انسان کولی شي چې دنیا آبادہ کړي او ھم کولی شي چې ورانه یې کړي دا ھر څه انسانانو ته راګرځي؛د انسانانو اصلی دښمنھغه څوگ دي چې شپه او ورځ یې په څنگ کې دہ؛نو د خپل ژوند او خپل ځان دښمن مه اوسئ

د پنسل تر ټولو ارزښتناکه برخه د ھغه ننه دہ او ساتنه یې اړینه دہ؛که چېرې ھغه نه وي نو پنسل یو تش او بېکارہ کالبد دئ، د انسانانوارزښت ھم کټمټ د پنسل په څېر د ھغه دننه دئ څومرہ چې ښه وساتل شي ھمدومرہ یې ارزښت پاتې کیدونکی وي.

که چېرې انسان خپل شخصي ماھیت د پنسل په څېر کړي نو تل به بریالی،تکړہ،مخکښ او ھوسا وي.

په ژوند کې هڅه وکړئ چې د ځان په ارزښت پوہ شئ، خپل قدر په خپله وکړئ د پرمختګ لپارې زینې پخپله جورې کړئ،خواري وکړئځکه تاسې له ھرې پلمې خلاصوي او خپلو ھیلو ته یو قدم نور ھم نږدې کیږی؛او خپل فکر آزاد کړئ کله چې ذھن ړوند وي سترگې ھم بېمعنا کیږي! ژوند پخپله نه واقع کیږي،باید کار وکړئ او رامنځته یې کړئ.

Scroll to Top