پل سوخته اخر دنيا د ښاغلي نستوه نادري کتاب دى چې په دې وروستيو کې يې ليکلى دى. نستوه نادري په کتاب کې د خپل اعت!ياد او تر پل سوخته لاندې ژوند په اړه له ډېرو ناويلو څخه پرده پورته کړې ده.
ښاغلى نستوه نادري يو مهال د نورين تلويﺯيون په ژبورو او ځواکمنو خبريالانو کې حسابېده چې د نورين تلويﺯيون د څېړنيﺯې ډلې مسٶل هم وو. کله چې ښاغلى نستوه نادري په تلويﺯيوني خپرونو کې د خپل شهرت اوج ته رسېږي، د خپلو ځينې نژدې همکارانو له خوا ورو ورو په شرابو او ټابليټ کا روږدى کېږي. وخت همداسې روان وي چې د يوې دسيسې په ترڅ کې د ښاغلي نستوه نادري د روږدي کولو لپاره له تاجکستانه يوه نجلۍ په نستوه نادري د عاشقې په نوم راوستل کېږي، چې هغه يې په شيشه (Ice) روږدى کوي.
ښاغلى نستوه ورو ورو د تلويﺯيون له پردې د پل سوخته جهنمي ژورو ته ښکته کېږي. ښاغلي نستوه په دې کتاب کې د روږدو تر منځ په مختلفو کټګوريو باندې هم رڼا اچولې ده چې څنګه په لومړيو کې د نشه يي توکو پلورونکي د مهربانۍ او ملګرتيا تر نامه لاندې يو شخص له ځان سره روږدى کوي، چې تر يوه وخته پورې مواد هم وړيا ورکوي، خو کله چې هغه شخص ښه روږدى شي او پلورونکى پوه شي چې دى خو اوس له نشه يي توکو هېڅ چاره نه لري، ورو ورو ورسره ملګرتيا پيکه کړي، تر دې چې روږدى مجبور شي په هر ډول چې وي، پيسې پيدا کړي، پلورونکي ته يې ورکړي او مواد ترې واخلي.
همدا راﺯ ښاغلي نستوه په دې خطرناک جال کې د هغه مهال د دولتي چارواکو او پوليسو د لاس لرلو او باجونو اخېستلو په اړه هم له ډېرو ناويلو حقايقو څخه پرده پورته کړې ده. که څه هم ښاغلى نستوه څو ځله د خپلو خپلوانو او ملګرو روغتون ته د تداوي په موخه وړل کېږي، خو هغه بېرته راستنېږي.
د وخت په تېرېدو سره ورو ورو د هغه په وجدان کې د هپلې کورنۍ او بچيانو په وړاندې د مسوليت احساس راويښېږي او غواړي چې له دې بد حالته راووځي. بالاخره د خپل ماما له خوا روغتون ته وړل کېږي او تداوي يې پيل کېږي. ښاغلي نستوه په روغتون کې له روږدو سره د مسٶلو اشخاصو له بد چلند او د روږدو د خوراک او پوښاک د ناوړه حالت انځورګري هم کړې ده.
په کتاب کې بله مهمه خبره چې ښاغلي نستوه ورته اشاره کړې، دا ده چې روږدى شخص له تداوي څخه وروسته چې عادي ژوند ته راوګرځي او وﺯګار وي، نو په ډېره اسانۍ سره بېرته روږدى کېداى شي، نو بايد چې د روږدي له روغېدو وروسته سمدستي بايد هغه ته شغل او کار برابر شي، څو بوخت شي او بېرته روږدي کېدو ته ستنېدل يې په ﺫهن کې هم را نه شي. ښاغلي نستوه په کتاب کې د هغه مهال د عامې روغتيا له وﺯير ډاکټر وحيد مجروح څخه هم مننه کړې ده دى يې ډېر وهڅاوه او له روغېدو وروسته يې ورته د عامې روغتيا وﺯارت په مطبوعاتي برخه کې د کار فرصت ورکړ.