ډیرو څیړنو موندلې چې د ټولنیزو رسنیو د ډیر استعمال او د خپګان، اضطراب، نارام خوبۍ، یوازیتوب، او حتی د ځان وژنې فکرونو دزیاتوالي ترمنځ قوي اړیکه شتون لري.
دا حیرانتیا نده چې د بد عادت اوږد مهاله تماس ستاسو په روغتیا ناوړه اغیزه کولی شي!
مګر ستونزه دا ده چې ځینې وختونه موږ ډیر ناوخته په خپل بد عادتونو پوهیږو.
ځینې وختونه موږ حتی ناوخته پوهیږو چې یو کار زموږ په عادت بدل شوی.
له همدې امله، د ټولنیزو شبکو ډیر کارول او یوازې د دوی په تفریحي ګټو تکیه کول او ډیر وخت مصرف کول زموږ رواني روغتیا ته زیانرسوي. د ټولنیزو شبکو ډیر کارول د خپګان لامل کیدی شي ، مګر دا ولې پیښیږي؟ ټولنیزې رسنۍ په موږ کې کوم بدلونونه رامینځته کويچې بالاخره زموږ د خپګان لامل کیږي؟
په هغه څلور ځانګړتیاو بحث کوو چې د پورته زیانونو سبب کیږي؛
۱– ټولنیز رسنۍ تاسو له ریښتینې نړۍ څخه لرې ساتي:
حقیقي نړۍ کې اړیکې پالل نه یواځې زمونږ په روان او ژوند بلکې زمونږ په شخصیت جوړونه کې هم ځانګړی رول لوبوي.
ټولنیزې رسنۍ د دې لامل کېږي چې کارن ورته له خپل حده زیات وخت ورکړي او دوي خپلې کورنۍ، دوستانو او خپلوانو سره نېغ په نېغهناستې ته کم وخت ورکړي.
کله نا کله خو دا د دې هم سبب کېږي چې په مړي ژوندي کې هم د همدې بوختیا له امله ونډه وانه خلي.
هندي سینما لوبغاړی عامر خان د یو خبریال پوښتنې ته چې د هغه د ټولنیزو رسنیو پرېښودلو اړوند وه داسې وویل، خواله رسنیو اوموبایل هغه له کار او فکر څخه ویستلی او د نوموړي ژوند یې غیرمنظم کړی و.
نوموړی زیاتوي چې کله یې ټولنیزی رسنۍ پرېښي دي په ژوند کې یې ډير مثبت تغیرات راغلل.
هغه زیاتوي، اوس چې ټولنیزې رسنۍ نه کاروي د خپل ژوند او کورنۍ په اړه فکر کولای شي او ورته کتاب لوستل هم اسانه شوي او هرکار په اسانۍ ترسره کولی شي.
عامرخان زیاتوي چې په دغه شپږ اوونیو کې چې یې د ټولنیزو رسنیو استعمال پریښي دومره کار یې کړی چې په راتلونکې دوو کلونو کېيې هم نه شوای ترسره کولی.
۲– ټولنیزی رسنۍ خلک ناسالمې سیالۍ ته هڅوي:
راځئ چې صادق واوسو. تاسو څو ځله غوښتل چې په خپلو ټولنیزو رسنیو پاڼو کې خپل نیکمرغي او غوره والی ښکاره کړئ؟ یا په بلعبارت، ستاسو ملګرو څو ځله د هغه څه عکس پوسټ کړی چې دوی یې لري او تاسو د دې سره په سیالۍ کې د خپل ملکیت ښودلو لپارهمبارزه کوئ؟
سیالي زموږ په وینه کې ده. مګر کله ناکله داسې پیښیږي چې دا سیالي یوازې زموږ لپاره د ستونزو لامل کیږي. ځینې وختونه موږ دبشپړ بې ارزښته شیانو لپاره سیالي کوو یا ځینې وختونه موږ د هغه شیانو لپاره مبارزه کوو چې ارزښت یې نلري.
غیر ضروري او ناسالمه سیالۍ یوازې ستاسو اصلي ژوند او هغه مهمو مسلو ته د پام کولو مخه نیسي چې تاسو ورسره ښکیل یاست، اوتاسو د یو بې ارزښته هدف لپاره د سیالۍ ټول فشار برداشت کوئ.
۳–خپل ژوند له نورو سره پرتله کول:
په رسنیو او ټولنیزو شبکو کې هر هغه واقعیت چې تاسو یې د نورو خلکو له ژوند څخه ګورئ د خپل ځان او شخصي ژوند سره پرتلهکوئ. تاسو ممکن د نورو خلکو د مناسبو کارونو یا ښایسته کورونو یا ښکلي ماشومانو عکسونه وګورئ او له ځانه وپوښتئ چې ولې تاسودا نه لرئ؟ ولې او څنګه ؟
ټولنیز پرتله کول یو رواني پدیده ده، او څیړنو دا هم ښودلې چې دا عمل د یو شخص په خپګان باندې خورا اغیزه لري. د نورو سره د ځانپرتله کول او د نورو د شتمنیو په اړه فکر کول ممکن تاسو غمجن او په خپګان مو اخته کړي!
۴– تاسو ممکن په رسنیو او ټولنیزو شبکو روږدي شئ
هر هغه عادت چې د نورو په ژوند منفي اغیزه وکړي او له بلې خوا په خپل ژوند کې منفي بدلونونه راولي، یو ډول اعتیاد ګڼل کیږي.
له همدې امله، که موږ د ټولنیزو رسنیو ډیر کارول یو روږديتوب وګڼو ، موږ غلط نه یو. ټولنیزې رسنۍ کولی شي په موږ باندې ویجاړونکياغیزې ولري.
د (FOMO ) Fear of missing out یا د “ورکیدو ویره” یو ډول مصرفونکی احساس دی چې د رواني او احساساتي فشار سره تړاولري.
چې ډیری د ټولنیزو رسنیو کارونکي ورسره لاس و ګریوان دي دوي د شخصي پاڼو پریښودو ویره لري، یوې څیړنې هڅه کړې چې دفیسبوک کارول د 99 ورځو لپاره منع کړي. ډیری خلک په دې پروسه کې پاتې نشو او وې نشو کړای چې دا پروسه سر ته ورسوي.
په عمومي ډول خواله رسنۍ او دې ته ورته پلیټ فارمونو ته ډېر وخت ورکول د وخت ضایع کول ګڼل کېږي نو د دې پرځای که موږ د کتابمطالعې، خپلې کورنۍ او نژدې خپلوانو او د خپلې راتلونکې په اړه فکر کولو ته وخت ورکړو نو خوښي به مو په برخه شي.