۱ د خلکو سره د هغوی د خوښې وړ موضوعاتو باندې بحث وکړئ: مثلاً د هغوی د موفقیتونو، لاسته راوړنو او د هغوی پر ښو عاداتو بحثوکړئ.
۲ د خلکو خبرو ته غوږ ونیسئ: اود هغوی خبرې تایید کړئ تر څو هغوی تاسو د ځان غمخواراو خواخوږی وبولي.
۳ بیله کومه مطلبه مهربان واؤسئ: ځکه مهرباني هغه ژبه ده چې ټول ژوندي موجودات یې تابع دی.
۴ په الفاظو کې ښې کلیمې کار کړئ: په خبرو کولو کې د (تشکر،مننه…) او دې ته ورته الفاظو کارونه یو دا چې مقابل طرف اغیزمنوي بلدا چې ستاسو پر ښه تربیه او انسانیت هم دلالت کوي.
۵ سنګین واوسئ: ارام اوسېدل،بې ځایه خبرې او حرکات نه کول د خلکو په زړونو کې ستاسو لپاره ځای پیداکوي.
۶ د ضرورت پر مهال خلکو ته په ښه ورسئ: د خلکو غمخوار اوسئ او د هغوی سره غم او خوشحالي نیمایي کړئ.
۷ ځان لوړ موقف ته ورسوئ: هڅه وکړئ؛ ستر شئ او ځان هنرمند کړئ، خپله به د قدر وړ سئ.
۸ فعاله واوسئ: ځکه څوک چې په ټولنه کې فعاله او ژوندی وي او د خلکو ستونزو تخ حل او رسیده ګي وکړئ، بیا داسې کس خلکو ته محترموي.
۹ عاجزه او خاکساره واؤسئ: تکبر او لویي درنښت لمنځه وړي
۱۰ راز ساتونکي واوسئ: ځان داسې جوړ کړئ چې هر څوک په اسانۍاو بېله کوم تشویش خپل رازونه تاسو سره شریک کړي او تاسېخپل رازساتونکی وبولي چې دا چاره تاسې ځانګړي کوي.