ورزش د دیپلوماسۍ د ترویج لپاره: په افغانستان کې د ورزشي دیپلوماسۍ ځواک – OpEd

لیکوال: شهزاد آریوبي، په پراګ کې د افغانستان سفیر 

کلیدي کلمې: ورزشي دیپلوماسي، نړیوالې اړیکې، کرېکټ، فوټبال، والیبال، اوزلوبه، افغانستان

مقدمه

 ورزشي دیپلوماسي د یوه ملت د نړیوالو اړیکو د پياوړتیا، د متقابل درک د فرهنګ د ترویج او د یوه ملت د تصویر بیا رغولو لپاره قوي وسیله ده. افغانستان چې له ډېره وخته جګړې او بې ثباتۍ سره مخ دی، ورزش یې د ملت د یو کولو وسیله او د نړیوالو اړیکو یو پُل کېدلای شي. سره د دې چې ورزش دومره بالقوه ګټه لري، خو بیا هم افغانستان لا نه دی توانېدلی چې ورزشي دیپلوماسي د یوې ستراتیژيکې وسیلې په توګه په نړیوالو اړیکو کې وکاروي.

کرېکټ په افغانستان کې نوي نسل لپاره په انګیزې او  د هیله منۍ په سمبول بدل شوی او په هیواد کې دننه او بهر د کرېکټ د برخې لاس ته راوړنې پام وړ دي. د افغانستان له سُنتي ورزش اوزلوبې (بزکشۍ ) نیولې تر فوټبال، والیبال او نور ورزشونه هم دا وړتیا لري چې د افغانستان په بېلابېلو سیمو او قومونو کې یووالی او اړیکې او همدارنګه له نړۍ سره د افغانستان اړیکې رامنځته او پياوړې کړي.

د افغانستان د ورزشي دیپلوماسۍ ظرفیتونه او لاس ته راوړنې

کرېکټ: د ملي بریا داستان

په افغانستان کې، بالخصوص په ۲۰۰۰مو کلونو کې د کرېکټ پراختیا د ورزشي دیپلوماسۍ د ظرفیت یوه بېلګه ده. د افغانستان کرېکټ بورډ چې په ۲۰۰۱ کال کې جوړ شو، په افغانستان کې د کرېکټ د بریا بنسټ ایښودونکی و. څو کاله وروسته چې د افغانستان کرېکټ بورډ د کرېکټ نړیوالې شور بشپړ غړیتوب ترلاسه کړ، ورسره یې دا وړتیا هم وموندله چې په نړیوال جام او آسیایي جام سربېره ځینو لویو لوبډلو سره هم ولوبېږي.

د کرېکټ په نړیوالو معتبرو لیګونو مثلاً د هند لیګ IPL، د استرالیا لیګ BBL، د پاکستان لیګ PSL او نورو لیګونو کې د افغان کرېکټ لوبغاړو ګډون د افغانستان یوه بله لاس ته راوړنه ده. نوې لاس ته راوړنه دا ده چې د هند د ۲۰۲۵ کال پرېمرلیګ کرېکټ سیالیو لپاره ۷ افغان لوبغاړي ټاکل شوي دي. په دې کې یو راشد خان دی چې د ۱۸۰ میلیونه هندي روپیو په معاوضې به د ګجرات ټایټنز لوبډلې لپاره ولوبېږي. په نړیوالو کرېکټ لیګونو کې د راشد خان ځلېدلو نه یوازې د افغانستان اعتبار لوړ کړ، بلکې هلته یې کلتوري راکړه ورکړه او متقابل درناوی هم زیات کړی دی.

د دې لوبغاړو ټاکل کېدل د افغان کرېکټ لوبغاړو مهارت او ژمنیا او همدارنګه په نړیواله ورزشي دیپلوماسۍ کې د افغانستان وړتیا ښيي. په دې لوبغاړو کې کریم جنت د ګجرات ټاېټنر له لوري واخیستل شو، نوراحمد لکڼوال د چنای سوپر کینګ لوی تړون ترلاسه کړ، عظمت الله عمرزی له پنجاب کینګز سره شو، رحمن الله ګربز خپل پخواني ټیم کلکته نایټ رایډرز وساته او فضل حق فاروقي له راجستان رایلز لوبډلې سره تړون وکړ. همدارنګه ۱۸ کلن ورو توپ اچونکی الله محمد غضنفر له ممبئي اینډينز ټیم سره شو. دا ټولې وړتیا دا ښيي چې په افغانستان کې د کرېکټ په برخه کې استعدادونه لا هم په ټوکېدلو دي.

د کرېکټ لاس ته راوړنو نه یوازې د افغانستان، ګاونډیو هیوادونو او نړۍ ترمنځ اړیکې ساتلي، بلکې دا ورزش یې په کړکېچنو سیاسي شرایطو کې د تعامل پر یوه ټغر بدل کړی دی.

فوټبال: منځني ختیځ او مرکزي آسیا سره اړیکې

فوټبال هم په افغانستان کې د یوه خوښ ورزش په توګه، نړۍ ته د افغانستان د مثبت تصویر په ښودلو کې ونډه لرلې ده. د افغانستان فوټبال لوبډله له ډېرو سختو تېره شوې او د نړیوالو پام یې ځان ته را اړولی دی. د دې ټیم یوه لویه لاس ته راوړنه په ۲۰۱۹ز کال کې، نړیوال جام کې حضور و چې د افغانستان وړتیا او استقامت یې وښودل.

په نړیوالو ټورنمنټونو کې د افغان فوټبال لوبډلې ګډون د افغانستان، منځنۍ آسیا، مرکزي آسیا او سویلي آسیا د هیوادونو ترمنځ اړیکو کې حسن نیت رامنځته کړی دی. د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د فوټبال محبوبیت او ورته آسانه لاسرسي دا له هیوادونو سره د تعامل لپاره په یوې ښې وسیلې بدل کړی چې کلتوري او سیاسي ننګونې په کې دي.

والیبال او بزکشي: سیمه‌ییزه او کلتوري دیپلوماسي

کرېکټ او فوټبال ته که ډېر پام اوښتی؛ د افغانستان سُنتي ورزشونو والیبال او بزکشۍ هم د ورزشي دیپلوماسۍ لپاره ځانګړي فرصتونه رامنځته کړي دي. والیبال د افغانستان په ګاونډيو هیوادونو کې ډېر محبوبیت لري او د متقابل درک او همکارۍ لوړولو لپاره یې د سیمه‌يیزو سیالیو زمینه برابره کړې ده.

بزکشي چې د افغانستان په کلتور کې ژوره ریښه لري، زموږ د هیواد په یوه لوی ملي میراث بدلېدلای شي. په نړیوالو مناسبتونو کې د بزکشۍ ننداره د افغانستان د غني کلتوري رواجونو په ښودلو کې مرسته کولای او د متقابل درناوي او تعامل زمینه برابرولای شي.

له ورزشي دیپلوماسۍ د ګټې اخیستو ستراتیژۍ:

د نړیوال برانډ په توګه د کرېکټ ترویج: افغانستان باید د کرېکټ د ترویج او د زېربناو جوړولو په برخه کې پانګونې ته دوام ورکړي او لوبغاړي باید په نړیوالو لیګونو کې لوبېدو ته وهڅوي. د افغان لوبغاړو بریا او ځلېدل نړۍ کې د افغانستان د تصویر په ښه کېدو مرسته کولای شي.

د سیمه‌ییزو سیالیو کوربه توب: په افغانستان کې د کرېکټ، فوټبال او نورو لوبو سیالۍ جوړول ګاونډیو هیوادونو سره د خبرو اترو او همکاریو د ټغر په توګه ونډه لرلای او حتی په کړکېچنو سیاسي شرایطو کې حسن نیت رامنځته کولای شي.

د افغان دیاسپورا جذب: په بهرنیو هیوادونو کې مېشت افغانان چې ورزش سره مینه لري، د افغانستان د ورزشي وړتیاو د سفیراو په توګه کار کولای او د هیواد مثبت انځور وړاندې کولای شي.

له ټولنیزو رسنیو او عامه اړیکو ګټه اخیستل: که په ټولنیزو شبکو او نړیولو رسنیو کې د افغان ورزشکارانو لاس ته راوړنې خپرې شي، دا د افغانستان د ورزشي ځواک تصویر پیاوړی کولای شي.

د ورزشي زېربناو پراختیا:  پر معیاري لوبغاړو او نورو اړونده زېربناو پانګونه د افغانستان ورزشي وړتیاو د روزلو ترڅنګ د لا ډېرو نړیوالو تجربو او بریاو فرصتونه برابرولای شي.

نړیوالو سازمانونو سره همکاري: د کرېکټ نړیوالې شورا (ICC)، فوټبال فدارسیون (FIFA)، المپیک کمېټې او نورو سازمانونو سره اړیکې په نړیواله کچه افغان لوبغاړو ته د سیالۍ سرچینې برابرولی او په نړیوال میدان کې د افغانستان حضور پياوړی کولای شي.

د سولې او ثبات په پياوړتیا کې د ورزش ونډه

د افغانستان په څېر کړکېچ کې ښکېل هیوادونو کې ورزش د سولې او ثبات په ترویج کې مهمه ونډه لري. ورزش انسانانو ته د عادي ژوند احساس ورکوي، ملي یووالی رامنځته کوي او ځوانانو ته داسې فرصتونه برابروي چې خپله انرژي په مثبتو کارونو ولګوي. کرېکټ، فوټبال، والیبال، بزکشي او نورو ورزشونه د بېلابېلو سیمو، ژبو او قومونو د خلکو په راټولولو کې مرسته کوي، خنډونه هواري او باور زیاتوي.

ورزشي مناسبتونه د ښکېلو اړخونو ترمنځ د  بې طرفه خبرو اترو د ټغرونو په توګه کار کولای شي. مثلاً په کوم وخت کې چې سیاسي کش مکش ډېر زیات و، کرېکټ لوبې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ملګرتیا او پیوستون څو شېبې رامنځته کړې.

د ورزشي دیپلوماسۍ تاریخي بېلګې

افغانستان د ورزشي دیپلوماسۍ له دې تاریخي بېلګو ځینې درسونه اخیستلی شي، مثلاً

  1. د پینګ پانګ دیپلوماسي (۱۹۷۰یم): متحده ایالاتو او چین د کش مکشونو کمولو او دیپلوماتیکو اړیکو لپاره لا جوړولو په موخه د ټینس له سیاليو ګټه واخیسته.
  2. د هند او پاکستان ترمنځ د کرېکټ دیپلوماسي: کرېکټ لوبېد سیاسي توپيرونو سره بیا هم د دوو ملتونو ترمنځ د خبرو اترو  او ولسونو ترمنځ د اړیکو د پياوړتیا لپاره د یوه ټغر په توګه کارېدلي دي.
  3. المپیک د یووالي د ټغر په توګه: المپیک سیالیو په تاریخ کې، کړکېچ کې ښکېل ملتونه سره یوځای کړی او د ورزش ځواک یې څرګند کړی دی.

افغانستان دې بېلګو ته کتلی او له ورزش نه نورو هیوادونو سره د اړیکو د پُل او د جیوپولیټيکي شخړو د حل په توګه کار اخیستلی شي.

نتیجه‌ګیري

ورزشي دیپلوماسي هغه قوي وسیله ده چې افغانستان ترې باید د خپل نړیوال انځور ښه کولو، د سولې ترویج او نورو هیوادونو سره د اړیکو د پياوړتیا لپاره کار واخلي. د هند او پاکستان د کرېکټ لیګونو سربېره نورو نړیولو لیګونو کې د افغان لوبغاړو بریاوې او همدارنګه د فوټبال لوبغاړو لاس ته راوړنې، افغانستان ته یو ځانګړی فرصت ورکوي چې خپل استعدادونه په نړیواله کچه څرګند او نندارې ته وړاندې کړي.

په زېربناو د پانګونې، سیمه‌يیزو سیالیو برابرولو او حسن نیت د سفیرانو په توګه د لوبغاړو د معرفي کولو له لارې، افغانستان پایداره اړیکې رامنځته کولای او د هیواد په اړه مثبت روایت جوړولای شي. د ورزش په یووالي بښونکي ځواک سترګې نه شي پټېدلای او افغانستان یې باید د دیپلوماسۍ د یوه اساسي عنصر په توګه ومني.

د افغانستان راتلونکی د افغانانو په لاس کې دی او ورزش د یوه لا ډېر روښانه او سوله‌يیز راتلونکي په جوړولو کې مهمه ونډه لرلای شي.

سرچینې

د افغانستان کرېکټ بورډ ویب پاڼه www.cricket.af

د افغانستان د فوټبال فدراسیون

د افغانستان د والیبال ټولنه

ویکي پیډيا / بزکشي

طلوع نیوز: افغان لوبغاړي ځلېږي: اوه لوبغاړي د ۲۰۲۵ کال ای پي ایل ته غوره شوي.

Scroll to Top