په لومړي ځل لیدو یې رښتیا هم د انسان زړه درزېږي. یوه کلیسا چې دیوالونه یې د انسانو په هډوکو پوښل شوي، کوپړۍ په کې نصب شوي او د انسانانو اسکلېټونه یې په دیوالونو را ځړول شوي دي.
په ټولنیزو رسنیو کې نظر دا دی چې دغه کلیسا د هغو مسلمانانو له هډوکو جوړه شوې ده چې په صلیبي جګړو کې د عیسویانو په لاس وژل شوي دي.
که دا خبره رښتیا وي، نو د دې کار په مقابل کې د مسلمانانو احساسات را پارېدل بیخي طبیعي خبره ده او داسې جنایت که له هر چا سره وشي، نسلونه به یې په لیدلو ډېر زیات احساساتي کېږي.
خو پوښتنه دا ده چې آيا دا کلیسا رښتیا د مسلمانانو له هډوکو جوړه شوې ده؟
که له ټولنیزو رسنیو را ووځو او معتبرو سایټونو ته سر ښکاره کړو، نو یوه خبره ثابتېږي چې هو دا کلیسا د انسانانو په هډوکو او کوپړیو سینګار شوې ده. دا وېروونکی تصویر رښتیا دی او د هېڅ ډول عصري ټکنالوجۍ استعمال په کې نشته، نه عکسونه فوټوشاپ شوي او نه څوک دا ردولای شي چې دغه په دیوالونو را ځړېدلي هډوکي او کوپړۍ د انسانانو نه دي.
نو دا هډوکي او کوپړۍ د چا دي؟ او په دیوال د ماشومانو را ځړېدلي سکلېټونه له کوم ځایه شول ؟
د دې پوښتنو له ځواب مخکې به یو ځل د کلیسا لنډ تاریخ ته سر ورښکاره کړو.
د ګوټېک په نوم دغه کلیسا چې د چک جمهوریت په کوټنا هورا سیمه کې ده، له بهره ډېره عادي ښکارېږي، خو کله چې یې انسان تاکاوۍ ته ښکته کېږي، نو عجیب او وېروونکی حالت ګوري: د زرګونونو انسانو هډوکي ګردچاپېره په دیوالونو لګېدلي، دیوالونه په کوپړیو سینګار شوي او اسکلېټونه هم را ځړېدلي دي.
کیسه دا ده چې په ۱۳مه پېړۍ کې یو کشیش یا راهب اوسني بیت المقدس ته راوړ او د بېرته راتلو پر وخت یې ځان سره د تبرک لپاره لږه خاوره راوړله، بیا یې دا خاوره د تبرک لپاره د خپلې کلیسا په هدیره کې وشیندله. خلک چې خبر شو، د کلیسا هدیره ورته ډېره محترمه شوه او هر چا هیله درلوده چې خپل مړي په همدې هدیره کې خښ کړي.
بیا چې په ۱۴مه پېړۍ کې د طاعون ناروغۍ نږدې دېرش زره کسان ووژل هغوی هم په همدې هدیره کې خښ شول او وروسته بیا د صلیبي جګړو ۱۰ زره نور مړه عیسویان هم په همدې هدیره کې خښ شول.
بیا چې کله په ۱۵مه پېړۍ کې دلته د یوې لويې کلیسا جوړېدل پیل شول، نو په دې هدیره کې ټول راوتلي هډوکي د کلیسا په تاکاوۍ کې راټول شول. تر دې چې بیا په ۱۸۷۰ کال کې د فرانسس رېټ په نوم یوه ترکاڼ (نجار) سره خبره وشوله او ورته وویل شول چې یو نوښت وکړي او دا هډوکي وکاروي.
دې نجار دغه هډوکي راټول کړل، پاک یې کړل، ویې توږل او د دیوالونو د ښایسته کولو لپاره یې د کلیسا په دیوالونو نصیب کړل. د ډیزاین لپاره یې ځینې کوپړۍ پرې را وځړولې او ځینې اسکلېټونه یې هم وځړول.
اوس دغه کلیسا ته ډېر خلک د سیل او چکر لپاره راځي او لیدنه یې کوي. خو په ټولنیرو رسنیو کې ناسم تبلیغات خپاره شوي دي چې دغه کلیسا د قرطبې د مسلمانانو له هډوکو جوړه شوې ده، خو په دې اړه هېڅ سند او ثبوت نشته چې دا کلیسا دې د مسلمانانو له هډوکو جوړه شوې وي.