یوه ورځ يو پادشاه مريض شو او ويې ويل: زه خپله نيمه پادشاهي هغه چاته ورکوم چې وکولی شي زما درملنه وکړئ.
د ټول هيواد حکيمان راټول شول تر څو وګورې څه کيږي نو شاه يې درمان کولو، هيڅوک نه پوهيدل چې څه وکړي تر څو شاه په پوره توګهروغ شي؛
دا چې یو حکيم وويل: زه کولای شم شاه تدوايي کړم.
خو که چيرته تاسو يو نيکمرغه انسان پيدا کړئ، او د هغه کميس راوباسئ او د شاه په تن يئ کړي،شاه به صحت پيدا کړي.
شاه خپل ټول کسان د يو نيکمرغه شخص په پيدا کولو واستول…..
هغوې د هيواد په ګوټ ګوټ کې وګرځيدل؛
مګم ونشو کړای چې یو نيکمرغه انسان پيدا کړي.حتا يو نفر هم پيدا نشو چې هغه پوره په هر څه راضي وي.
څوک چې غني وه، بیمار څوک چې سالم وه په فقر… او که چيرته هم سالم هم غنی(پيسه داره) وه نو بد خاوند يا هم بده ښځه او ژوند يېدرلود. او که چيرې اولادونه يې لرل هغه بد وه. نو داسې خلکو سره مخامخ کيدل چې يو نه يو شکايت يې درلود.
د شپې په آخر کې، د پادشاه زوی د يو کلبه کار د خيمې تر څنګ تيريدو هغه سړي له ځان سره ويل د الله تعالی څخه شکر چې خپل ټولکارونه مې وکړل.
خپل خواړه مې په پوره توګه وخوړل او کولای شم ډير په راحت سره اوږد پريوځم او ويده شم! نو نور به يې څه غوښتئ وي؟
د شاه زوی خوشحاله شو او دستور يې ورکړ دا چې د هغه سړې کالي راواخلي او شاه ته وروړئ او هغه فقير(غريب کاره) سړی چې څهغواړې ور يې کړاي.
د پادشاه خلک راغلل تر څو د هغه سړي کالي راوباسي، مګم هغه نيکمرغه سړې دومره غريب وه چې حتا کميس يې نه درلودل.
مفهوم د دې قصه دا ده چې الله تعالی هر څه درکړې په هغه باندې قناعت کوه نو ته به هميشه په خپل ژوند کې خوشحاله وي،
او حتا هيڅ کله به ناروغه کيږی هم نه ځکه چې په هر څه به قانع وې او د ډيرو حرص به نه کوئ او د قناعت تر څنګ به په ژوند کې ډيرپرمختګ وکړې ځکه د هرې سختۍ او غلطۍ تر شا يو اساني، روښنايي تجربه او پرمختګ شته
پرمختګ يعنې د اول صنف نه بل اول صنف ته تګ هغه پرمختګ نه ده پرمختګ يعنې اول صنف نه دوهم صنف ته تلل مهم او پرمختګ ده.!