ناسا په فضا کې د لیزري ارتباطاتو بریالۍ تجربه وکړه

د فضايي ارتباطاتو په برخه کې یو بل ستر ګام !
ناسا په فضا کې د لیزري ارتباطاتو بریالۍ تجربه وکړه. د دې تجربې په لړ کې د لیزر د وړانګو په مرسته د یوې الوتکې ویډیو په نړیوال هوایي ډګر کې په لوړ 4K کیفیت په ژوندۍ بڼه وښودل شوه.
تر دې وړاندې د فضايي ارتباطاتو یا د ډېټا د لېږد لپاره راډیويي څپې کارېدلی چې د ډېرې او چټکې ډېټا د لېږد وړتیا یې نه لرله، له دې امله به د فضا پیغامونه او ویډیوګانې په لوړ کیفیت نه ښودل کېدل.
ساینسپوهان وایي دا تجربه به سپوږمۍ، مریخ او نورو فضايي سفرونو کې د اوس په پرتله ارتباطات تر ۱۰۰ چنده چټک او قوي کړي.
یعنې دا چې اوس که سپوږمۍ ته سفر کېږي، له هغه ځایه راتلونکې ویډیو به په لوړ 4k‌ کیفیت پر ځمکه ښودل کېږي.
Scroll to Top