موږ کوم سقراط ته اړتیا لرو؟ / ډاکتر مبارک علي

موږ زیاتره دا ارمان کوو چې محمد بن قاسم، محمود غزنوي او محمد غوري راکې پیدا شي، بیا فتوحات وکړي او موږ ته خپل بایللی برم بېرته راکړي. د دې تر شا زموږ هغه تاریخي فکر دی چې جنګیالي پکې اتلان وي، دښمنان ماتوي، غنیمت ترې نیسي او د وینځو او غلامانو قطارونه ودروي. که څه هم تاریخ کې لویې امپراتورۍ ماتې شوې او د پاچایانو نوم او نښان ورک شو، خو د هغو نومونو په مرسته اوس هم په خلکو او ملتونو کې ولولې راپارېږي.

د دوی په پرتله د هغو علمي او ادبي اشخاصو یادونه دومره په ویاړ نه کېږي، چې د خلکو ذهنونه یې روښانه کړل او د علم په مرسته یې پوهه او شعور پیدا کړ، دا خلک د جنګیالیو په پرتله کم دي.

نن سبا زموږ ټولنه کې رشوت او فساد خپل حد ته رسېدلی، اخلاقي ارزښتونه پښو لاندې شوي، عدل یوازې شتمن سره کېږي، کمزوري خلک ناخوندي دي، سیاستوال په خپلو شخصي ګټو پسې ورک دي، ټولنه دومره بې ثباته ده چې په یو بل باور ختم شوی، د کامیابۍ لپاره دروغ، درغلي او ټګي حتمي ګڼل کېږي.

ټولنه چې دومره بده شي، وروسته پاتې شي او د علم چینې وچې شي؛ نو موږ چاته اړتیا پيدا کوو؟ آیا زموږ فاتحین موږ له دې حالته ویستی شي؟ آیا محمود غزنوي، غازي صلاح الدین ایوبي یا محمد بن قاسم موږ له دې حالته ویستی شي؟ دوی زموږ دا ټولنیزې، سیاسي او اقتصادی ستونزې حلولای شي؟ که یې نه شي نو بیا موږ د دوی په ارمان ولې یو؟

داسې چاپېریال کې فلسفي، مفکر او عالم ته اړتیا پېښېږي، چې د ټولنې په ټولنیزو، اقتصادي او سیاسي مسایلو خبر وي، خلک پرې پوه کړي او داسې افکار او نظریات وړاندې کړي چې په رڼا کې یې مسایل وپېژندل شي او حل لارې یې ولټول شي.

اتن کې داسې یو کس و چې د ښار خلکو ته به یې د نیکۍ او خیر سبق ورکاوه، دا داسې ملنګ انسان و چې نه یې شتمني لرله او نه یې د ارام ژوند لپاره اسانتیاوې. دا سړی به پیوند جامې او لوڅې پښې د اتن په کوڅو، بازارونو، بانډو او مشهورې څلورلارې کې ګرځېده او څوک به یې چې لیده پوښتنې به یې ترې کولې، دې سړي نه ځان عالم باله او نه مفکر، بس پوښتنې به یې کولې او د دې لپاره به یې کولې چې زده کړه وکړي، د ده انداز ډېر په زړه پورې و، مثلاً یوه ورځ یې یو ځوان ولید، پوښتنه یې ترې وکړه چې (ډوډۍ له کومه کولای شم؟) ځوان ورته په حېرانۍ ورکتل او ویې ویل: د کوڅې سر کې دوکان دی، هغه ځای کې شته. دې سره سقراط دویمه پوښتنه وکړه، ښه سمه ده، نیکي به چېرته وي؟  ځوان یو څه نارامه شو ځکه ځواب یې ورسره نه و. بیا ورته سقراط وویل ښه ماسره راځه زه به یې درته ووایم چې نیکي چېرته ده، بیا یې ورته دا لکچر پيل کړ چې نیکي په انسان کې دننه ده، که هر څه ته په نیک او د خیر په سترګه وګورې له بدیو به وژغورل شې، نیکي د انسان په طبیعت کې ده، لټون یې اړین دی، ځکه انسان له شره خلاصوي او خوښي او ارامتیا ورکوي.

افلاطون په خپل کتاب (جمهوریت) کې پر سقراط حوالې ورکړي، له دې معلوميږي چې په ژوند او ټولنه کې د اخلاقي ارزښتونو په اړه ده څه نظر درلود، سقراط خپله هېڅ هم نه دي لیکلي. د ده خبرې او بحثونه افلاطون او زینوفان یاد کړي چې د ده شاګردان وو. اتن کې دا رواج و چې سمپوزیم[1] کې به پر موضوعاتو بحث کېده، دې وخت کې پوښتنه وشوه چې عدل یا انصاف څه ته وایي؟ یوه سوفیست (Sophist) وویل چې زورور تل په حقه وي، څوک چې زور لري عدل هم د هغه په خوښه کېږي، دا په دې معنا ده چې کمزوري خلک هېڅ عدل و انصاف نه لري، که څه هم انصاف تر ټولو ډېر کمزوري خلک غواړي، ځکه د دې په مرسته ځان خوندي کوي، خو سوفیست هغه خبره وکړه چې نولسمه پېړۍ کې د سوسیال ډارونیزم پلویانو کوله، دوی به ویل یوازې زورور د ژوند حق لري، کمزوری په دې نړۍ کې ځای نه لري. سقراط د دې خبرې سخت مخالفت وکړ، د ده په اند عدل له مهم اخلاقي ارزښت سره اړیکه لرله، دا انسان پاک او نیک کوي. که زورورو ته دا حق په لاس ورغی ټولنه به وشیندي، عدل او انصاف په طبقو کې توازن رامنځته کوي.

همداسې په یوه مکالمه کې دی سیاستوال له ډاکټرانو یا طبیبانو سره تشبیه کوي، لکه څنګه چې د خلکو روغ ساتل د طبیب مسئولیت دی همداسې د ملت خدمت او ستونزې حلول د سیاستوال مسئولیت دی. سقراط ټولنه کې اخلاقي ارزښتونو ته تر هر څه ډېر اهمیت ورکوي، چې ټولنه له بدیو ساتي او حرکت ورکوي، که دا اخلاقي ارزښتونه تر پښو لاندې شول او خلک له دې بندیزونو ازاد شول؛ نو ټولنه به ټوټې ټوټې شي. سقراط د انسان طبیعت نیکۍ ته مایل ګڼي، خو حالات یې بدیو خواته وړي؛ نو مفکرین، فلسفیان او پوهان باید انساني طبیعت کې نیکي قوي کړي.

د اتن ټولنې د سقراط دا فلسفه ونه زغمله او په ده یې تورونه پورې کړل. په کومه ورځ چې محکمه کېږي په همدې ورځ محکمه کې یو ملګري سره مخ کېږي او د پرهېزګارۍ په موضوع ورسره بحث کوي. محکمه کې یې خپله دفاع خپله وکړه او د پورې شویو تورونه ځواب یې هم ورکړ. نه یې جلا وطني ومنله او نه یې جریمه ورکړه، بس د زهرو پياله یې وڅښله او مرګ ته یې ترجیح ورکړه.

اوس که زموږ ټولنې ته داسې یو سقراط راشي، د عدل او انصاف خبره وکړي؛ دیني بنسټ پالو ته بد ووایي؛ فساد ټولنې ته بد کړي؛ سیاستوالو سره حساب وکړي؛ د بېوزلو خلکو حقونه وغواړي؛ ایا زموږ ټولنه به داسې سقراط وزغمي، که به یې د هغه سقراط غوندې تورن او له ژونده بې برخې کړي؟ ځکه ټولنه چې ولویږي او اخلاقي ارزښتونه ختم شي؛ نو بیا څوک حقیقت نه شي زغملای،
خلک له داسې خلکو ځان خلاصوي او غواړي چې ډاډه او خوندي ژوند وکړي.

[1] سمپوزیم یوناني کلیمه او د (يوځای څښلو) په معنا ده، لرغوني یونانیانو به دا محفل د خدای دوستۍ په نامه راجوړاوه، مېلمنو به چې ډوډۍ وخوړه بیا به یې ځانونه وینځل او په ګلابو به یې پوښل،

وروسته به یې له ګلابو جوړ تاجونه په سر کول او داسې به یې ښوده چې ګني د دیونیسوس اصلي خادمان دی، وروسته بیا دلته شراب څښل کېدل او بحثونه به کېدل. د سمپوزیم اوسنۍ معنا  پر یوې مسلکي موضوع بحث او خبرو ته راټولېدل دي. په سمپوزیم کې اوس پر یوې موضوع د مسلکي پوهانو له خوا خبرې کېږي او په اخره کې یې نتیجه ګیري هم کېږي. ژ

Scroll to Top