له ډيپريشن (ژور خفګان) د ځان ژغورلو اسانه لار!

د ډيپريشن تر ټولو لوی علت په خپله خوښ هېڅ نه کول دي!
که له وختونو وختونو ډيپريس يئ نو؛ لږ تر لږه په ۲۴ساعتونو کې، يوازې يو ساعت هغه څه وکړئ چې ستاسو زړه يې غواړي، هغه څه چې تاسو ته خوښي درکوي…
که پاتې ۲۳ساعتونه د نورو په خوښه او د ټولنې لخوا ژوندانه ته د وضع شوي طرز باندې هم ژوند وکړئ، هېڅ خبره نه ده.
يوازې يو ساعت د خپل زړه کوئ
وناڅئ، چيغې کړئ، وژاړئ، وخاندئ…
څه وليکئ…
څه رسم کړئ…
يو څه شوخي وکړئ…
په نورو اوبه واړوئ…
په لاره کې هېڅ بې هېڅه، د چا د دروازې زنګ ور کېکاږئ…
لنډه دا چې هر هغه څه وکړئ چې خوښي درکوي او ستاسې زړه يې غواړي. په داسې کولو سره ممکن ستاسې په دايمي ډيپريس حالت کې په تدریجي بڼه يو څه بدلون راولي يا هم په راتلونکي کې هيڅ ورسره پر ډيپريشن اخته نه شئ‌‌.

Scroll to Top