د هر انسان د ژوند هره ساحه یوې کړۍ ته ورته ده. کېدای شي تر ټولو لویه ساحه یې هغه وي چې انسان په کې له ټولنې سره مخ کېږي، ناسته پاسته او خبرې اترې ورسره کوي او تر ټولو وړه ساحه هغه ده چې انسان په کې یوازې له خپل ځان سره اوسېږي.
په دې معنی چې موږ ډېر مسایل له ټولنې او خلکو سره شریکولی شوو او ډېر داسې مسایل دي چې له خپل ځان پرته یې بل چا سره نه شوو شریکولی.
د انسان د ژوند په هره ساحه کې ځينې خلک ور شامل وي. مثلاً په ټولنیزه کړۍ کې کېدای شي ډېر خلک وي، د ملګرو په ساحه کې یوازې ځينې ملګري وي، د خپلوانو ساحه کې لرې او نږدې خپلوان، د کورنۍ په ساحه کې د خپلې کورنۍ غړي، د ګډ ژوند په ساحه کې ښځه یا مېړه او په ډېره خصوصي ساحه کې یوازې ځان.
انسان بیا همدې ساحې ته په کتو لومړیتوبونه هم ټاکي، ګوري چې چاته په کومه ساحه کې ځای ورکړي او چاته لومړی رسیدګي وکړي. دلته انسان مجبورېږي چې همدې ساحو ته په کتو خلکو ته وخت او لومړیتوب ورکړي.
موږ د انسانانو په توګه باید دا درک ولرو چې چا سره په کومه ساحه کې یوو او څومره توقع ترې باید ولرو. یو کس کېدای شي موږ لپاره مصروف انسان وي، خو د خپلو ملګرو او کورنۍ لپاره مصروف نه وي او وخت ورکړي.
یو کس ښایي موږ سره د ملګري په توګه مرسته وکړي، خو یو بل کس چې زموږ ملګری نه دی هغه سره شاید مرسته ونه کړي.
موږ به همدې ساحې او کړۍ ته په کتو له یو کس تمه او توقع هم کوو. که چا سره مو تش سلام کلام وي، نو دا به تمه به نه لرو چې موږ سره د دې د خپلو نږدې ملګرو غوندې چلند وکړي یا دې حتی موږ خپل نږدې ملګری وګڼي.
که دا حدود وپېژنو، همدې سره خپل توقعات هم عیار کړو، بیا به مو له ډېرو انسانانو زړونه نه بدېږي او پوهېږو به چې ولې یې زموږ یوه توقع پوره نه کړه.
کېدای شي هغه کس زموږ د لومړیتوبونو په قطار کې هم په ډېر آخر کې وي.