خلک له ما څخه پوښتنه کوي، چي د پرمختګ لپاره څه ضروري دي؟ زه ورته وایم چي د پرمختګ لپاره له نظره غورځول/پريښودل ضروري دي.
په انګلیسي ژبه کي يوه جمله ده چي معنا یې (کثافات وغورځوه) ده.
ایا تاسو په بس کي سفر کړی؟
کله چي تاسو په بس کي سفر کوئ، نو ايا د بس کلینر ستاسو د سامان وزن ګوري چي څومره دی؟ البته چي نه یې کوي!
لیکن کله چي تاسو په الوتکه کي سفر کوئ، نو په هوایې ډګر کي ستا د سامان وزن حتماً کتل کیږي. ځکه چي په ځمکه د تلو لپاره که وزن لیږ وي یا ډیر فرق نه کوي، خو د الوتلو لپاره باید وزن ډیر سپک وي.
او وزن د څه شي وي؟ وزن د هغه خبرو وي چي خلک يې موږ ته کوي نو تاسو باید دا زده کړئ چي د خلګو کړني څنګه له نظره وغورځوئ.
ډیر ساده:- کله چي تاسو غواړئ والوزئ نو باید هغه څه پریږدئ چي ستاسو وزن درنوي.
تاسو به د ناسا ویډیوګاني لیدلي وي کله چي توغندی فضا ته توغوي، نو توغندي سره ډیر شیان تړلي وي خو څومره چي پورته ځي همدومره تري هغه اضافه شیان پاته کیږي او مهمه برخه پورته ځي ستاسو په ژوند کي مهم تاسو یاست.
نو دا قاعده باید زده کړو چي تر زده کولو له نظره غورځول مهم دي.
که چیري کوم څوک ستاسو پیسي وتښتوي تاسو یې هیروئ، خو که لس کاله مخکي چا درته یوه بده خبره کړي وي نو ستاسو نن هم په یاد وي او د انتقام اخیستو په فکر کي یاست.
داسي ډیري خبري دي چي موږ ورته زړه خورو.
خلک چي څه وایې تاته باید توپیر ونه کړي.
په پای کي:- (ګذشت خصلت مردان است)