د پاکستان د پنجاب ایالت په لوی او ګڼ ښار لاهور کې درنه چاودنه شوې، په چاودنه لسګونه خلک مړه او ټپيان دي.
پاکستانیو رسنیو په لومړیو معلوماتو کې ویلي چې د چاودنې په لومړیو شېبو کې ۲ تنه وژل شوي او ۱۷ نور ټپيان دي.
دلاهور ښار د پولیسو مشر غلام محمود ډوګر خبریالانو ته په خبرو کې تایید کړې چې چاودنه د لاهور ښار په جوهر ټاؤن سیمه کې شوې ده.
د پېښې په اړه لا ډېرې څېړنې روانې دي، خو تر دې دمه معلومه نه ده چې نوعیت یې څه ډول دی.