د یوه قصاب چي همېشه یې سرو کار له ساتول سره وه، تر څو په هغه ساتول خوښې پرې کړي.
خو یوه ورځ یې د غوښو پر ځای خپل لاس په ساتول پرې کړ، او له لاس څخه یې ډېري ویني ولاړې، کله یې چې ګاونډیان خبر سوه، نو راټول سوه، او قصاب یې حکیم باشي، چي د ښار ډاکتر وو، ور یې ویستی.
حکیم باشي یې لاس ولیدی، د هغه د لاس وینه یې ور بنده کړه او لاس یې پاسمان کړ، خو کله چي یې لاس تړی وې لیدل چي د قصاب پهلاس کې کوچنی هډوی پاته سوی دی.
غوښتل یې چي هډوکی را وباسي، خو پښېمانه سو.
د قصاب د لاس څخه یې هډوکی ونه یستی، پر همدې حالت یې پرې ښود، او لاس یې ور وتړی، قصاب ته یې وویل: چي ستا زخم ډېر غټدی، ته باید یوه، نه بله ورځ ماته را سې تر څو ستا لاس پاسمان کړم.
له هم هغې ورځې څخه قصاب یوه نه بله ورځ حکیم ته د لاس د پاسمان له پاره ورتلی، او په بدل کې یې یو څه اندازه غوښې حکیم باشيته ور وړلې.
هغه به هم د پخوا په څېر ماسي لاس ور پاسمان کړ، او ور وې بې تړی.
خو د قصاب لاس نه سو ښه، ورځې په همدې شان تېرېدلې، خو یوه ورځ حکیم باشي د یو مریض د تداوي له پاره له ښار څخه ووتی، اویو ځای ته په سفر ولاړی.
خو د هغه زوی چي د خپل پلار څخه یې ډاکتري زده کړې وه، مریضان یې کتل، او تداوي یې کول.
د همېش په څېر قصاب حکیم باشي ته د لاس د تړلو له پاره راغی، خو ګوري چي حکیم نسته او پر ځای یې زوی کار کوي.
زوی یې د قصاب لاس وکتی، کله چي یې لاس ور پاسمان کوی ګوري چي په لاس کې یې هډوی پاته دی.
هډوکی یې دلاس څخه را ویستی، او لاس یې ور وتړی.
قصاب ته یې وویل: چي لاس به دي ډېر ژر جوړ سي.
دوې ورځې ورسته قصاب د ارمتیا احساس وکړ، او د حکیم زوی ته راغی او ورته یې وویل: ته تر خپل پلار ښه تداوي کوې، زما لاس وسډېر ښه دی.
د حکیم زوی د سړي لاس بیا ښه پاسمان کړ او وې تړی.
قصاب ته یې وویل: چي نور ضرورت نه سته چي ته بیا راسې، لاس دي ان شاالله پر جوړېدو دی.
څو ورځې ورسته حکیم باشي له سفر څخه راغی، کله چي یې ښځې ډوډې ورته کښې ښول، ګوري چي غوښې نه وې په کښې، یوازيبانجڼ، او کډو وه.
حکیم په تعجب پوښتنه وکړه، په دې خورا که کې غوښې ولي نسته؟
ښځې یې وویل: کله چي ته تللی یې زوی دي بیا غوښې نه دي را نیولي.
حکیم: له خپل زوی څخه پوښتنه وکړه، ایا قصاب تاته نه راتلی؟
د حکیم زوی په خوشحالۍ سره وویل: هو ولي نه پلار جانه، راتلی، مایې زخم وکتی پاسمان مي کړ، کله چي مي ور تړی په لاس کي یېهډوکی پاته وو، هغه مې را ویست، ډاډه اوسه چي ښه کار مي تر سره کړی دی.
حکیم یوه سړه ساه وکښل، او وې ویل: په خوا خلګو څه ښه ویلي وه، (چي کار یې نه وي کړی، په کار نه راځي).
نو په همدې د لیل مي ننه شپه په خورا که کې غوښې نسته.
ما قصداً د قصاب له زخم څخه هډوکی ونه کښی، تر څو قصاب یوه نه بله ورځ راسي او یو څه اندازه غوښې ماته راوړي.